منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار او خوست کې د پي ټي ايم د غړي ارمان لوڼي په ياد غونډې جوړې شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

خوست ښار ، جلال اباد (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): په ننګرهار او خوست ولايتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د لومړي تلين په مناسبت غونډې وشوې.

لوڼى چې د پوهنتون استاد هم و، تېر کال د بلوچستان په لورالاى سيمه کې د لاريون پر مهال دپاکستانيو پوليسو له خوا وژل شوى و.

په خوست کې په دې مناسبت د غونډې وينا والو، له پاکستاني چاوراکو د ياد غورځنګ د مشر منظور پښتين د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د خوست اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يوتن ملاتړي عبدالرزاق افغان وويل چې پاکستاني چارواکي بايد د دغه غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي قضيې ته ژر رسیده ګي وکړي.

نوموړي همدا ډول پر پاکستاني ریاست او نړیوالو غږ وکړ او ويې ويل، د ياد غورځنګ مشر منظور پښتین چې د انساني حقوقو د غوښتنې مبارز دی، ژر تر ژره له زندانه ازاد کړي.

دی زياتوي: ((له دې غونډې څخه زموږ هدف ارمان لوڼي ته د انصاف غوښتل دي، د لوڼي په قضيه کې اې پي ار کټ شوی دی، اما تراوسه پورې هغې ته په پوره ډول رسيده ګي او هيڅ پرمختګ په کې نه دی شوی.))

دغه ولايت کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو یو تن مشر جمشېد محسود پر لر او برو پښتنو د یووالي غږ وکړ او ويې یل، په کار ده چې له  دې وروسته پښتانه راویښ شي او دا ډول ملي او مبارز شخصيتونه په ګډه ونمانځي.

نوموړي هم غونډې ته په خپلو خبرو کې پر پاکستاني ریاست غږ وکړ، منظور پښتین او ملګري یې چې د عدم تشد د لارې پیروان دي، راخوشې کړي او پر پښتنو دې روان ظلمونه ودوري.

هغه وايي: ((زه نن ټولو افغانانو ته دا پيغام ورکوم چې بايد په اتحاد شي. څرنګه چې موږ نن د ارمان لوڼي تلين نمانځو، همداسې په افغانستان کې کوم مشران دي، هغوی هم دا ډول ونمانځي، ولې چې هغوی زموږ قهرمانان دي.))

د خوست  یو تن فعال فریدالله قربان بيا وايي، ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر له هغو کسانو و چې په لرو پښتنو روان ظلم یې غندلی او د ظلم پر وړاندې د مبارزې لپاره يې په شعوري ډول راويښول.

هغه زياته کړه: ((ارمان لوڼى د پښتون ژغورنې د مبارزې يو ستر نوم دی. د ده سترتوب په دې کې دی چې هغه ډېر په شعوري ډول دغه مبارزه را پيل کړه. څنګه چې دی د عمل سړی و، له دې نه ډېر د فکر سړی و.))

له بلې خوا په ننګرهار کې هم يو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د لومړي تلين په مناسبت غونډه وکړه او دغه راز يې د دغه غورځنګ د نيول شوي مشر منظور پښتين د خلاصون غوښتنه وکړه.

ياد قومي مشران او مدني فعالان د سلواغې په ۱۳مه جلال اباد ښار کې د عدم تشدد د ستر باني خان عبدالغفار خان باچا خان مزار ته ورټول شوي وو او هلته یې د ارمان لوڼي په ياد غونډه وکړه.

دوی دغه راز د غونډې په پای کې د قدم په وهلو د باچا خان مزار ته ورغلل او د هغه روح ته يې هم دعا وکړه.

د غونډې يوه تنظيموونکي او ننګرهار کې د ګندهارا ټولنيز بنسټ مشر شريف الله ناصري وويل، موخه يې د ارمان لوڼي د لومړي تلين نمانځل او دغه راز د پاکستان له حکومت څخه د منظور د خلاصون غوښتنه ده.

ده زياته کړه: ((د پاکستان شعار دا دی چې دا درې نيمې لوېشتې پنجاب به په ټول مېړني افغان باندې حاکم وي، که يې څوک حکم مني، وفادار دی او که يې نه مني، غدار دی، لکه د لوڼي به يې وژني او د منظور به يې بندي کوي.))

د غونډې بل ويناوال تميم اسحاقزي وويل، په لر بر کې وژل کېدونکي ټول افغانان د پاکستان د لاسپوڅو له لوري وژل کېږي، دسيسه ورته هغوی جوړوي، خو ټينګار کوي چې اوسنۍ پيل شوې مبارزې به رنګ راوړي او د پاکستان حکومت به د خپلو اعمالو په جزا رسېږي.

قومي مشر او د عدم تشدد مبارز محمد جميل وويل، پاکستان لومړی د پښتنو د سر سړي ووژل، ځوانان يې په بېځايه کارونو مصروف کړل او اوس چې کومې نادودې يې زړه غواړي، هغه پرې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور