کندهار (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو ۲۶ ټنه شات تولید کړي چې د تېر په پرتله ۱۸ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري له پژواک سره په مرکه کې وویل، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۰۲ لوی او کوچني فارمونه شته چې هر فارم له ۵ تر ۴۵۰ صندوقه مچۍ لري.
هغه زیاته کړه، په روان کال کې له دغو فارمونو ۲۶ زره کیلوګرامه(۲۶ ټنه) شات تر لاسه شوي چې د تېر په پرتله په کې ۸ زره کیلوګرامه(۸ ټنه) ډېروالی راغلی دی.
دی وايي، تېر کال په کندهار کې ۱۸ زره کیلوګرامه(۱۸ ټنه) شات تر لاسه شوي وو.
نوموړي وویل، په کندهار کې د شاتو مچیو فارمونه مخ پر ودې روان دي او هره ورځ لسګونه کسان د کرنې ریاست ته ورځي او د فارمونو جوړولو اړوند مشورې او معلومات تر لاسه کوي.
د هغه په وینا، په کندهار کې لومړی فارم په ۱۳۸۶ لمریز کال کې جوړ شو او تر ۱۳۹۱ لمریز کال پورې بېلابېل فارمونه جوړ شول، خو دا چې په دې برخه کې تجربه کمه وه، یو په بل پسې ناکام شول.
خو د ده په خبره، له یاد شوي کال وروسته یې یو ځل بیا له نوو تجربو سره په دې ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو جوړولو ته ملا وتړله چې په دې لړ کې د خصوصي سکتور او ځینو پروژو له لارې لسګونه فارمونه جوړ شول او دا ځل یې هڅې بریالۍ شوې.
دی وايي، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له دغو فارمونو بریالۍ عسل کشي وشوه او په دې توګه یې خلک وهڅول چې د فارمونو جوړول دوام پيدا کړي.
نوري زیاتوي، اوسمهال د کندهار دوه ډوله شات مشهور دي چې یو یې د ولې یا لاچې شات او بل یې د ریحان شات دي چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې کشف شوي دي.
د ده په وینا، په کندهار کې د شاتو مچیو له فارمونو سره د شاتو پلورنځي او شرکتونه هم ډېر شوي چې شمېر یې ۷ ته رسېږي.
دی وايي، دغه شرکتونه شات تصفیه او بسته بندي کوي او بیا یې په منظمه توګه بازار ته وړاندې کوي.
د ده په خبره، د کندهار شات کابل، فراه، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم استول کېږي، خو بهر ته په لېږلو یې ډېر لګښت راځي، نو ځکه لا تر اوسه بهر ته صادرات نه لري.
دی د کندهار د شاتو بسته بندي او پیکینګ معیاري ګڼي او وايي د کندهار شاتو له بهرنیو شاتو سره ښه سیالي کړې، دغه شات د هغو په پرتله معیاري او بیه یې مناسبه ده.
ده دا هم وویل چې د کرنې وزارت له لارې یې د کندهار شات د فرانسې لابراتوراونو ته لېږلي وو چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو تر منځ یې لومړی مقام خپل کړی، ځکه په شاتو کې د اوبو نارمل فیصدي ۱۷ ده، خو د کندهار د شاتو فیصدي تر نارمل هم پورته یعنې ۱۵ سلنه ده.
نوري د شاتو مچیو په برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل، که څه هم د کرنې ریاست په دې اړه ۳۷۵ کسانو ته روزنه ورکړې خو بیا هم مسلکي کسان کم دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې له کرنې وزارت څخه یې د شاتو مچیو د فارمونو لپاره د یوه لابراتوار او پېکینګ د یوې فابریکې جوړولو غوښتنه کړې وه چې په اړه یې لا تر اوسه اقدام نه دی شوی.
نوري د کندهار هوا د شاتو مچیو لپاره مناسبه ګڼي او وايي، ان د یو شمېر مرکزي ولایتونو فارم لرونکي هم په بېلابېلو موسمونو کې د شاتو مچیو فارمونه کندهار ته راوړي.
د ده په خبره، د شاتو مچیو فارمونه د کندهار ښار تر څنګ په ارغنداب، ډنډ، دامان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د شاتو مچیو یو فارم لرونکی غلام رسول چې په کندهار ښار او ارغنداب کې د شاتو مچیو فارمونه لري، پژواک اژانس ته وویل، ټولټال ۴۰۰ صندوقه مچۍ لري او له خپل کار څخه خوښ دی.
ده وویل، کله چې وچکالي وي نو د دوی تولید هم کم وي خو کله چې کال اباد وي، نو ګلونه او بوټي ډېر وي چې د دوی تولید هم ورسره ډېرېږي.
خو ده ګیله وکړه چې د شاتو لپاره بهرنی مارکېټ نه لري او ټول په کور دننه پلوري، دغه راز یې یادونه وکړه چې د کرنې ریاست هم هومره پاملرنه او مرسته نه کوي څومره چې اړتیا ده.
ده د بېلګې په توګه درمل یاد کړل چې تاریخ یې تېر شي نو بیا یې د کرنې ریاست پر فارم لرونکو وېشي.
د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې کله د شاتو مچیو صندوقونه له یوه ځایه بل ته لېږدوي، نو پولیس یې تنګوي او پیسې ورڅخه غواړي.
د ده دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، حکومت دې د دوی د شاتو لپاره په کور دننه او بهر مارکېټ پیدا کړي.
د شاتو د مچیو بل فارم لرونکي عبدالباري پژواک ته وویل، څو کلونه مخکې یې د لومړي ځل لپاره له ريحان څخه شات تر لاسه کړي چې اوس ډېر مشهور شوي او ډېر غوښتونکي لري.
ده زیاته کړه، پنځه کاله مخکې يې د شاتو د مچيو د روزنې کار له ٤ صندوقه را پيل کړي چې اوس يې شمېر ٣٥٠ صندوقونو ته لوړ شوى دى.
ده زياته کړه، تر دې وړاندې په کندهار کې د شاتو د مچيو روزنه هيڅ رواج نه وه، خو د لومړي ځل لپاره يې پيل ده وکړ، چې وروسته نورو خلکو هم دې کار ته مخه کړه.
نوموړى اوسمهال نه يواځې په خپله مچۍ روزي، بلکې د تکثير په موخه پر نورو هم مچۍ پلوري.
د هغه په وينا، په دې لړ کې يې ځينې تجربې هم کړي او د لومړي ځل لپاره يې د ريحان له ګلونو څخه د شاتو تر لاسه کول کشف کړل چې د مني په موسم کې تر لاسه کېږي.
دی وايي، پخوا به يواځې د پسرلي په موسم کې شات توليدېدل، خو اوس د هغه له دغه کشف سره د مني په موسم کې هم شات تولېدېږي.
دغه فارم لرونکي هم ګيله وکړه چې دا هر څه يې په يواځې ځان کړي، حکومت نه ورسره د وسايلو مرسته کړې او نه يې هم د ده شاتو ته له هېواده بهر کوم مارکېټ موندلى دى.
ده وويل، په کندهار کې د کرنې رياست هومره امکانات او اسانتياوې نه لري چې د شاتو د مچيو له فارم لرونکو سره مرسته وکړي، ځکه خو د مچيو د امراضو د درملنې په موخه په خپل شخصي لګښت تر کابله ځي او هلته درمل او نور اړين توکي اخلي.
میرزا احمد په کندهار کې د المکه شاتو پلورنځي مسوول دی، نوموړي پژواک ته وویل، د شاتو بازار له موسم سره تړلی، د ژمي په موسم کې د شاتو بازار ښه وي، خو د ګرمۍ په موسم کې کم پلورل کېږي، ځکه خلک فکر کوي چې شات ګرم دي.
دی زیاتوي، د ورځې له ۱۰ تر ۵۰ کیلوګرامه شات پلوري.
نوموړى په کندهار کې د شاتو د مچيو د روزنې مخ پر ودې حالت ته په کتو وايي چې دغه ولايت به ډېر ژر د هېواد په کچه د غوره شاتو د توليد په يوه مرکز بدل شي.
خو دی وايي، دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې حکومت دلته په دې برخه کې پاملرنه ډېره کړي او له فارم لرونکو سره مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










