منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې يو ديني عالم ووژل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۹ کتنې

کابل (پژواک ٢ ورى ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې وسله والو نن يو ديني عالم وژلى دى.

د دغه وزارت وياند طارق ارين زياتوي، مولوي نور پاچا حماد نن د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې وژل شوى دى.

نوموړى د حاجي چمن په مدرسه کې مدرس و.

مدني فعال ننګيال په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "مولوي نور پاچا حماد هغه ديني عالم و چې روانه جګړه يې نامشروع بلله."

د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا نه دى منلى.

دوه ورځې مخکې هم د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په يوې سيمه کې د ملي دفاع وزارت د کومانډو ځواکونو د پنځم کنډک قومندان جګړن عبدالقادر په رڼا ورځ ترور شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه