منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۶ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پښتونخوا کې دوه افغان کډوال له کرونا مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹ ) : په پاکستان کې افغان سفارت وایي چې په خیبر پښتونخوا کې دوه تنه افغان کډوال د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا د  وري په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه افغان کډوال د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور او مردان ښارونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو او پرون په روغتونونو کې له بستر کېدو وروسته نن مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د یادو کسانو له  مړه کېدو وروسته د معایناتو د پایلو په راتلو سره معلومه شوې چې یاد کسان د کرونا په ویروس اخته شوي وو.

افغان سفارت ویلي، دوه نور افغانان، په پېښور کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سفارت د مړو شوو کډوالو له کورنیو او له درملنې لاندې دواړو کډوالو سره په دوامداره اړیکه کې دی او ددوی له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بولي.

د یادونې وړده، چې تر دې مخکې په ایران کې هم لسګونه افغان کډوال له کرونا څخه مړه شوي دي.

د کرونا وبا چې له چین څخه خپره شوې اوس د نړۍ په ۲۰۰ هیوادونو کې يې ۱۷ لکه خلک پرې اخته شوي، سل زره مړه او ۳۵۰ زره نور روغ شوي دي.

په افغانستان  کې دغه ناروغي په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده او تر اوسه ۵۲۱ کسان پرې اخته، ۱۵ مړه او ۳۲ روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا