منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملی امنیت مدیر ووژل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۴ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹) : د وسله والو په برید کی د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدير يوسف وژل شوی دی.

ځایی مسوولین وایي چې دغه پېښه نن سهار د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

 د خوست د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر مسوول پژواک اژانس ته وويل، د ولسوالۍ د ملي امنیت مدير يوسف خوست ښار ته پر لاره و، چې وسله والو پرې برید کړی او وژلی يې دی.

د‌ خوست امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې بیا د نوم اخیستو په شرط پژواک ته وويل چې دغه پېښه کې د مدير يوسف دوه ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه