کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹) : د لومړي ځل لپاره د خوست د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو اداري چارو نوې امره یوه ښځینه ټاکل شوې ده.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د غبرګولي په ۱۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې ځلا ځاځۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې د ادارې د نوې آمرې په توګه ټاکل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې میرمن ځاځۍ نن د امنیه قوماندانۍ د اداري چارو مرستیال سمونمل لاهور " همدرد" له خوا له جنایي جرمونو سره د مبارزې اداري چارو د دفتر آمرې په توګه ور وپېژندل شوه.
د امنیه قوماندانۍ مرستیال د د فتر نوي آمرې ته په ورسپارل شوې دنده کې د بریالیتوب او خلکو ته د وړ خدمتونو هیله وکړه.
دغه راز نوې امرې دوهم څارن ځلا " ځاځۍ" هم ژمنه وکړه چې په پوره صداقت به خدمت کوي او پر ورسپارل شوې دنده کې به له هېڅ راز قربانۍ څخه درېغ ونه کړي.
د هغې پر ټاکل کېدو خلکو په ټولنیزو شبکو کې بېلا بېل ډول غبرګونونه ښودلي دي.
منیب الله ځدراڼ پر دې ټاکنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې داسي جنرال افسران لرو چي په هر څه کې وړتيا لري، خو هغوی يا په کور يا داسې ځاى کي کار کوي چي دوى هيڅ واک نه لري .
عصمت الله زهیر هم نیوکه کړې چې دې ټولنه کې ګومارنې او ټاکنې په واسطو او پیسو کېږي .
هغه زیاته کړې چې ورور یې دوهم څارن دی، خو برخلیک یې نه دی معلوم، په کور ناست دی، کله چې پيسې ورکړي بیا مقرریږي.
خو ډېرو خلکو بیا ددې ګومارنې هرکلی کړی او وایي چې د نارینه وو ترڅنګ ښځینه قشر هم د ندو ترسره کولو حق لري.
د هېواد وتلي ژورنالېست او لیکوال ایمل پسرلي فیسبوک کې لیکلي : (( د ځلا ځاځۍ نوم مې پرون په لومړي ځل واورېد، باوري یم چې ډېرو نورو به هم پخوا نه و اورېدلی، فېسبوکیانو ویل دا مېرمن په خوست کې پر یوې دنده ګومارل شوې ، په ترکیه کې یې لوړې زده کړې کړې دي. فېسبوک کې ځینو په دې دلیل چې نجلۍ ده پر دې ګومارنې سختې نیوکې کړي او ان بدې ردې یې پسې ویلې دي.))
هغه لیکلي : (( زه دا مېرمن نه پېژنم او نه یې له وړتیا خبر یم خو هغسې چې په زرګونو ځوانان ټاکل کېږي او موږ یې له وړتیا نه یوو خبر او تر هغو غږ نه کوو چې رامعلوم نه شي دلته هم باید همداسې شوي وای، خو دا چې دا نجلۍ ده نو باید واردمخه قضاوت وکړو؟ دا واردمخه قضاوت ولې د ښځو په وړاندې لرو او د سړو په برخه کې نه؟ ))
د رحمت نیکان په نامه یو بل تن هم ددې ګومارنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د زده کړو لرونکو ښځینه وو څخه په هره برخه کې باید استفاده وشي څو خپلې وړتیاوې وښیي.
ګلاب همت احمدزي خلکو ته ویلي، څومره چې یو نارینه حق لري،حکومت کې دنده ترسره کوي، دومره ښځینه یې هم لري چې خپل وطن ته خدمت وکړي.
مرجان هڅاند لیکلي، ځلا ځاځۍ خوست کې د جنایي مدیریت اداري بخش کې په دنده ګومارل شوې ده.
په دې هیله چې خوست کې ددې نجلۍ هڅې او ماموریت د خلکو لپاره داسې مثال شي، چې خوستوال په ادارو کې د ښځو په کار کولو نور هم معتقد کړي.
بیت الله حمیدي بیا پر هغو کسانو نیوکه کړې چې پر دې ګومارنې اعتراض لري، هغه وایي : (( په امنیتي او یا بل هر ارګان کې د ښځو مقررۍ په وړاندې زموږ د نارینه وو مخالفت او عکس العمل له احمقانه نرواکۍ څخه سرچینه اخلي.))
هغه زیاته کړې، دوی د هیڅ میرمنې د تقرر په وخت د هغې د زده کړو، تجربې، وړتیا او د هغه بست د کاري ساحې، اړتیاوو او نورو ورته مسایلو پوښتنه نه کوي، چې ښځې پرې مقررې شوې دي، بلکې یوازې همدا انتقاد کوي، چې ولې یوه ښځه مقرره شوه، د هغې کالي او سټایل هسې یا داسې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










