منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د غنمو سږني حاصلات ۲۰۰زره ټنه اټکل شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۸ کتنې

کندهار (پژواک، ٣ غبرګولی ۹۹): چارواکي وايي، په کندهار کې پر ۶۷زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې شاوخوا ۲۰۰زره ټنه حاصلات به ورڅخه ترلاسه شي.

په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په کندهار کې په ډېره کچه غنم کرل کېږي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په پراخه کچه للمي او اوبي غنم کرل شوي چې ښه حاصلات به ولري.

نوموړی په دغه ولایت کې د غنمو د ډېر کښت لامل د سږ کال بارانونه ګڼي چې د اوبو سرچینې ورسره ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((سږ کال په کندهار کې پر ۶۷زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ۲۰۰ زره ټنه حاصلات به ورڅخه ترلاسه شي.))

دی وايي، همدا اوس په کندهار کې د للمي غنمو د حاصلاتو ټولولو چارې پیل شوې چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.

د ده په خبره، په داسې حال کې چې افغانستان او نړۍ د کرونا وبا له ګواښ سره مخ ده او د کرنتین له امله په بازار کې د غنمو او اوړو بیه لوړه شوې ده، دا د خلکو لپاره ښه زېری دی.

نوموړی زیاتوي، د کندهار د غنمو د حاصلاتو له ټولولو سره به په دغه ولایت کې اوړه پرېمانه شي او بیه به یې هم ټیټه شي.

دی وايي، د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د غنمو د کرکیلې لپاره پراخې هڅې کړې او دغه چارې ته دوام ورکوي.

د ده په خبره، دې ادارې سږ کال د کندهار له ۲۰زرو کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو مرسته کړې ده چې دغې چارې هم د غنمو د کښت په ډېرېدو کې مهم رول لوبولی دی.

سیدي وايي، په کندهار کې په داسې حال کې د غنمو په کښت او حاصلاتو کې ډېروالی راغلی چې د ولسمشر په حکم په ټول افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې دي.

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په دې پروژه کې د هېواد په کچه د مېوو، سبو او حبوباتو ساتلو په موخه د زرګونو سړو خونو جوړول شامل دي.

دی وايي، دا پروژه د کندهار لپاره چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه بوخت دي، ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، د دې پروژې موخه دا ده چې د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

ده خبر ورکړ چې د کندهار په شاوخوا ۱۱ ولسوالیو کې به سړې خونې او نورې اړینې ودانۍ له ولسي شوراګانو سره په همږغۍ تر راتلونکو شپږو میاشتو جوړې شي.

د ده په خبره، د کرنیزو محصولاتو صادرول پر مهال که خنډونه پېښېږي او یا لارې بندېږي نو کروندګر او باغ لرونکي به دا وړتیا ولري چې خپل محصولات په سړو خونو کې وساتي او له خرابېدو یې وژغوري.

دی وايي، د دې پروژې بنسټیز هدف دا دی چې که له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان لارې تړلې وي، نو د کروندګرو او بڼوالو کرنیز محصولات باید ضایع نه شي.

دی وايي، په دې پروژه کې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول په زرګونو خلک په کار بوخت شي.

نوموړي دا پروژه ډېره ارزښتناکه وګڼله او ویې ویل چې له دې سره به په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو په ضایعاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راشي.

د کندهار کروندګر وايي، دا چې سږ کال کافي اورښت شوی او کال اباد دی نو پر خپلو ځمکو یې غنمو کرلو ته مخه کړه.

شېراحمد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له هغو کروندګرو دی چې پر خپله ځمکه یې سږ کال غنم کرلي دي.

دغه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې پر خپله ځمکه یې غنم کرلي او په دې ورځو کې یې د حاصلاتو پر ټولولو بوخت دی.

دی وايي، پر خپله ځمکه کرل شوي غنم داسې مهال بازار ته وړاندې کوي چې د غنمو او اوړو بیې د تېر په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.

د ده په خبره، د دوی حاصلات به د کندهار د غنمو او اوړو د اړتیا په پوره کولو او د بیې په ټیټولو کې ډېره مرسته وکړي.

تور جان یو بل کروندګر دی چې په دامان ولسوالۍ کې یې پر خپله ۵زره جریبه ځمکه غنم کرلي دي.

دی هم خوشحاله دی چې سږ کال به یې غنم ښه حاصلات ورکړي؛ ځکه پخوا به د اوبو د کمښت له امله کم غنم کرل کېدل.

خو نوموړي یادونه کړه چې د غنمو ځینو کښتونو د سرخي په نوم مرض کړی و، د کرنې ریاست باید په داسې حالاتو کې پر وخت له کروندګرو سره پر وخت د درملو مرسته وکړي.

دغه راز دی یادونه کوي چې په کندهار کې د دهلې بند چې د دغه ولایت د ۷ ولسوالیو ځمکې او باغونه خړوبوي، د جوړولو ترڅنګ نور بندونه او چک ډیمونه جوړ شي نو دلته به د اوبو سرچینې ډېرې شي او کرنه به وده وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized