ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز اوسېدونکي: د ښاروالۍ له خدمتونو خوښ نه يو

author avatar
14 Jul 2020 - 12:42
author avatar
14 Jul 2020 - 12:42

کندوز ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): د کندوز اوسېدونکي، ولايتي شورا او د مدني ټولنو ځينې غړي په دغه ولايت کې د ښاروالۍ پر خدمتونو نيوکه کوي او وايي چې د ښار پاکوالي ته اړينه پاملرنه نه کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د چنګاښ په ٢٤مه د کندوز ښار اوسېدونکي نظر محمد پژواک ته وويل چې هرکال د صفايي په نوم ښاروالۍ ته ټکس ورکوي، خو دغه اداره د ښار د پاکوالي په برخه کې هیڅ ډول خدمات نه وړاندې کوي.

ده زياته کړه: "هرکال د صفايي ټکس ورکوم، خو دوکان ته مې نږدې کثافات پراته دي تر اوسه يې يوه ورځ د وړلو لپاره نه دي راغلي.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکى فيروز وايي چې په ښار کې ډېره بې نظمي ده، ډېرى سړکونه له لاس پلورونکو، کراچيو او غرفو ډک دي.

نوموړى وايي: ((ښاروالۍ بايد د غرفو او لاس پلورونکو لپاره ځاى مشخص کړي، ټول ښار ترې ډک دى، په سړک کې موټر خو څه کوې د انسان د تېرېدو لپاره هم په اسانه لار نه پيدا کيږي.))

په ورته وخت کې د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي حکيم خان پژواک ته وويل: ((ښاروالۍ د کثافاتو لپاره ځاى نه دى مشخص کړى، هر کور يې د سړک پر غاړه غورځوي، د کثافاتو له لاسه د ښار وضعيت بېخي بد دى.))

همدارنګه کندوز کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر رييس عنايت الله خليق هم وويل چې ښاروالي د ښار د پاکولو ترڅنګ د نورو برخو لپاره هم منظم پلان نه لري.

دى وايي: ((که د ښار د پاکوالي لپاره اړينه پاملرنه ونه شي خلک به پر يوې نوې ناروغۍ اخته شي.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ هم پژواک ته وويل چې د ښار د پاکوالي مسئله دوى څو ځلې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې ده.

کاکړ زياتوي: ((خلک د صفايي ټکس ورکوي او دا د ښاروالۍ مسووليت دى چې ښار پاک کړي، خو په دغه برخه کې يې پاملرنه ډېره کمه ده.))

د کندوز ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چيرې ښاروالي اړينه پاملرنه ونه کړي دوى به په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

خو بل لورته کندوز ښاروالۍ بيا د ښار په پاکولو کې د خلکو رول ډېر مهم بولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.