منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې چاودنې دوه ماشومان وژلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

خوست، ګردېز (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : په خوست ولايت کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي، بلخوا په پکتيا کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر کاروان بريد کړى دى.

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل د زمري په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د ماسپښين شاوخوا درې بجې د «کاڅ» په کلي کې شوې.

هغه زياته کړه چې ماين د ماشومانو د لوبو پرمهال چاودېدلی چې له امله يې دوه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او يو بل اته کلن ماشوم ټپي شوی دی.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر هم پژواک اژانس سره خبرو کې د پېښې پخلی وکړ.

د حيدر په خبره، ماين د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په سټوکنډو سيمه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په موټريز کاروان وسله وال بريد کړی.

 د پکتيا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولين وايي، ياد وسله وال بريد د اکمالاتو په موټر شوی، چې په کې يو پوليس ټپي شوی دی.

خو ځينو نورو سرچينو د يو شمېر پوليسو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه  په دې اړه څخه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه