منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست پوليسو لسګونه کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۳ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): د خوست امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې يې لسګونه کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي او ورسره په تړاو يو کس هم نيول شوى دى.

د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت پوليسو څلوېښت کیلوګرامه خام چرس نیولي دي.

ده زياته کړه چې دغه چرس نن (د زمري ۳۱مه) د مرکز اړوند د مردي خېلو په سيمه کې د ځانګړو عملياتو پر مهال نیول شوي دي.

د حيدر په وينا، ياد چرس په سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې په تړاو يې يو کس هم نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه