منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۲ کتنې

خوست (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوى دى.

ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه نن سهار نږدې اته بجې د خوست- ګردېز پر عمومي لار د ځنيخېلو سړک ته څېرمه رامنځته شوې ده.

ددغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد وسله وال برید کې د جګړن شهزاده يو ساتونکى هم وژل شوی.

د سرچینې په وینا، جګړن شهزاده دندې ته د تلو پر وخت له ياد وسله وال برید سره مخ شوی.

تردې دمه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو تراوسه رسنیو ته څه ویلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه