ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​بلخ کې ٢٠زره بېځايه شوې کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

​بلخ کې ٢٠زره بېځايه شوې کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

author avatar
3 Oct 2020 - 15:29
​بلخ کې ٢٠زره بېځايه شوې کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
author avatar
3 Oct 2020 - 15:29

مزارشريف (پژواک، ۱۲تله ۹۹): په بلخ ولايت کې د کډوالو چارو مسوولين وايي چې دوی ټولو بېځايه شوو کورنيو ته د مرستې رسولو وړتيا نه لري.

د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد مسعود قادري له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دمګړۍپه مزارشريف کې تر شلو زرو ډېرې بېځايه شوې کورنۍ اوسېږي چې ځينې يې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د قادري په خبره، دغه رياست يواځې په بېړنيو حالاتو کې کولی شي چې له بېوزلو کورنيو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په شمال زون کې د وروستي کال جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې چې ډېرې يې مزار ښار ته راکډه شوې دي.

هغه وويل: ((له بده مرغه د بلخ په ګڼو ولسواليو کې جګړه روانه ده، د دې ترڅنګ سمنګان، فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونه هم د سختو جګړو شاهدان وو چې له امله يې زرګونو کورنيو خپلې مېنې پرېيښې او مزار ښار ته راکډه شوې دي.))

قادري زياته کړه چې د ۱۳۹۹ مالي کال په اتو مياشتو کې د بلخ کډوالو رياست ته د ۱۲زره بېځايه شوو کورنيو غوښتنليکونه رسېدلي دي.

د هغه په وينا، دا معلوموي چې سږ کال هم مزارښار ته زيات شمېر کورنۍ رابېځايه شوې دي.

د بلخ کډوالو چارو رييس وايي چې دغه رياست توانېدلی په روان کې د يو شمېر مرستندويه موسسو په همکارۍ له شاوخوا ۲۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وکړي.

هغه زياتوي چې په دغو مرستو کې روغتيايي بستې، نغدې پيسې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي.

قادري وويل چې د بلخ کډوالو چارو رياست هڅه کوي څو هغه کورنۍ په نښه کړي او مرستې ورسره وکړي چې ډېرې بېوزله دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ يو ډيجتلي سيستم لرو او همدا راز له کډوالو سره مرستندويه موسسو په همکارۍ اول ساحې ته ځو، ګورو چې راغلې کورنۍ رښتيا هم مستحقې دي که نه، کله چې يې د پېژندنې پروسه بشپړه شوه، بيا يې ديجتلي سيستم کې داخلوو چې له هغو کورنيو سره تفکيک وشي چې مرستې ورته نه دي رسېدلي.))

د بلخ د کډوالو چارو رييس وايي، هغه بېځايه شوې کورنۍ چې په اضطراري حالت کې دي ورسره نغدي مرستې کېږي او هغه کورنۍ چې په دويمه کټګورۍ کې دي، د خوراکي توکو مرستې ورته رسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.