منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې چاودنې یو ملکی وګړی وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۴ کتنې

خوست (پژواک، ۲ لړم ۹۹): د خوست ولایت په مرکز کې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو تن وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دی.

د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک اژانس ته وويل چې دغه چادونه نن له غرمې وروسته نږدې یوه بجه د خوست ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې په يوه کرولا موټر پسې د نښلول شوي ماين له امله وه.

ده وویل چې چاودنه کې موټرچلوونکی وژل شوی او دوه هغه ماشومان ټپيان شوي چې د چاودنې پر مهال سیمه کې پلي روان وو.

د حيدر په وينا، وژل شوی کس عادي ملکی وګړی دی او رسمي دنده یې نه درلوده.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دى منلى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه