کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د ماليي وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې اته میلیارده ۷۶۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د لړم په درېیمه د ماليې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له ۱۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې ۸ میلیارده ۷۶۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
سرچينه وايي چې له دې جملې ۸۰۸ میلیونه افغانى له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۵۷۴ میلیونه افغانى له مالیاتي عوایدو، يو میلیارده ۵۲۰ میلیونه افغانى له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۸۶۳ میلیونه افغاني له ګمرکونو ترلاسه شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د روان مالي کال له پیله تر اوسه پورې ۱۳۵ میلیارده ۵۶۸ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
سرچينه دا هم وايي چې د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د لړم میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې ۸۹ میلیارده ۱۸۸میلیونه افغانۍ (۵۴٪) پراختیایې بودیجه او ۲۰۹ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانۍ (۶۸٪) عادي بودیجه لګول شوی چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۹۸ میلیارده ۳۳۱ میلیونه افغانۍ (۶۳٪) جوړوي.
د يادونې ده، د روان کال لپاره ٢٨٩ ميليارده افغانۍ عادي او ١٣٩ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن