ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د دولتي شرکتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ

ولسي جرګې د دولتي شرکتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ

author avatar
28 Oct 2020 - 17:53
ولسي جرګې د دولتي شرکتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ
author avatar
28 Oct 2020 - 17:53

کابل (پژواک، ۷ لړم ٩٩): ولسي جرګې نن د دولتي شرکتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ او دا په تېرو څه باندې شلو ورځو کې درېيم ځل دی چې جرګه د ولسمشر تقنیني فرمانونه ردوي.

د ولسي جرګې د معلوماتو له مخې، د دولتي شرکتونو د قانون طرحه په ۷ څپرکو او ۵۱ مادو کې د ولسمشر له لوري د روان کال د وږي میاشتې په ۱۴مه د  ۳۲۲ ګڼې تقنیني فرمان له مخې دغې جرګې ته استول شوې ده.

دغه تقنیني فرمان نن د یادې جرګې غړو ته د تصویب لپاره وړاندې شو.

خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې دغه فرمان ته د جرګې له حاضرو ۱۲۶ تنو، اوو تنو موافقه او نورو د  رد  رایه ورکړه.

دغې جرګې د تېرې تلې میاشتې په ۱۴مه هم له اداري فساد سره د مبارزې قانون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ او د همدغې میاشتې په  ۲۱مه یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشر د فرمان له مخې رامنځته شوې ادارې دې لغوه شي.

د دغې جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ولسمشر د فرمان له مخې، شل ادارې جوړې شوې دي. 

د یادې جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه شل ادارې د ولسمشر د فرمان له مخې جوړې شوې دي.

د اساسي قانون د ۷۹ یمې مادې له مخې، حــكــــومـــــــــت كــــولاى شــــي د ولســــي جرګـــې د تـعـطـيـــل پـــه حـالـــت كــې لــه بــودیجې او مــــــــالي چــــــــارو پــــــرته، د بېړنۍ اړتيـــا پــــــر اســـاس تـقـنـيـنــــي فــــرمانونه ترتيب کړي.

په دغه ماده کې راغلي چې تقنينــي فرمانونــه د جمهــور رئــيس تــر توشـــېح وروســـته د قـــانون حكـــم پيـــدا كـــوي، خو بايـــد د ملـــي شـــورا د لـــومړۍ غونډې ترجوړېـــدو وروســته د دېرشــو ورځــو پــه اوږدو كــې هغـــې تـــه وړاندې شـــي او كـــه د ملـــي شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.