ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي

په کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي

author avatar
31 Oct 2020 - 12:19
په کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي
author avatar
31 Oct 2020 - 12:19

کندوز ښار (پژواک، ١٠ لړم ٩٩): د کندوز د کرنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږکال شپږ نيم زره مټريک ټنه بادام توليد شوي چې د تېرکال په پرتله زياتوالى ښيي.

د کندوز د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر مجيد نافذ د لړم په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال په دغه ولايت کې د بادامو د حاصلاتو کچه د تېرکال په پرتله درې نيم سلنه لوړه شوې ده.

د نافذ د معلوماتو له مخې، تېرکال په دغه ولايت کې د بادامو د حاصلاتو کچه ٦١٦٢ مټريک ټنه وه، خو سږکال يې کچه ٦٥٠١ مټريک ټنو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي چې سږکال په مرکز، امام صاحب، چهاردره، خان اباد او قلعه زال ولسواليو کې د بادامو ښه حاصلات ترلاسه شوي او لامل يې هم مناسبه هوا او د اوبو ډېروالى دى.

خو بل لورته په کندوز کې د بادامو سوداګر د بازار له نشتوالي شکايت کوي.

د بادامو يو تن سوداګر محمد جعفر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سږکال د بادامو د  حاصلاتو کچه لوړه ده، خو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله په هېواد او له هېواده بهر ښه بازار نه لري.

دى وايي: ((د ډېرو هېوادونو ځمکنۍ او هوايي لارې اوس هم تړلې دي، نو سږکال بادام، چندان خوندور بازار نه لري.))

دغه راز د بادامو يو تن پلورونکي نعيم خان پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې لس ډوله بادام توليديږي خو اوس پولې تړلې دي او ښه بازار نه لري.

ده زياته کړه: ((رښتيا چې سږکال يې حاصلات ښه دي، خو بازار نشته، هم کروندګر او هم موږ دواړه زيانمن کيږو، نو دولت يې بايد غمه وخوري او بازار ورته پيدا کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندوز کې يو من (٧ کيلو) بادام له دوه زرو تر اتو زرو افغانيو پلورل کيږي.

همدارنګه د چهادرې ولسوالۍ د بادامو يو تن ګروندګر خان محمد پژواک ته وويل: ((سږکال بې وخته بارانونه ونه شول، شګوفې په ونو کې پاتې شوې نو ځکه يې سږکال ښه بار هم نيولى و.))

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د کرنې رياست د کرنيز چارو آمر مجيد نافذ وويل چې دوى تر خپلې وسې هڅې کوي ترڅو د دغه ولايت د بادامو ترڅنګ نورو کرنيزو محصولاتو ته هم بازار پيدا کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.