ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دوحې مذاکراتو کې دې د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه وشي”

“د دوحې مذاکراتو کې دې د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه وشي”

author avatar
7 Nov 2020 - 15:06
“د دوحې مذاکراتو کې دې د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه وشي”
author avatar
7 Nov 2020 - 15:06

خوست ښار (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د خوست يوشمېر خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وايي چې په دوحه کې دې د سولې په روانو خبرو کې د بيان ازادۍ، د رسنيو خپلواکۍ او د خبريالانو خونديتوب ته پوره پاملرنه وشي.

دغو خبريالانو او د رسنيو کارکونکو دا څرګندونې نن د «لړم ۱۷مه» د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا د خبريالانو پروړاندې د جرايمو د معافيت د ختمولو نړيوالې ورځې نمانځنې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغوی وويل، په تېرو اتلسو کلونو کې افغان خبريالان د بيان ازادۍ او د رسنيو د خپلواکۍ په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او نه غواړي چې دا هر څه په ډېرې اسانۍ سره، له لاسه ورکړي.

دوی د سولې په روانو مذاکراتو کې د دواړو مرکچي پلاوو له غړو افغان حکومت او وسله والو طالبانو  غوښتنه وکړه، چې د بيان ازادۍ ته په درنښت قايل شي او د افغان خبريالانو دا حق دې، نه تر پښو لاندې کوي.

دغه ولايت کې د غرغښت په نوم د يوه خصوصي تلوېزيون مشر سخي سرور مياخېل غونډې ته په خبرو کې وويل، هيله يې دا ده چې د سولې په روانو خبرو کې د بيان ازادۍ ته درناوی وشي او د رسنيو کارونه محدود نه شي.

دی وايي: ((دولت يا د دولت مخالفين که په دې باندې سم پوه شي، ځکه همدا رسنۍ او خبريالان دي چې د هغوی هويت يې په نړيواله کچه مطرح کړی. دولت خو يوه قانوني اداره ده، ولې د مخالفينو هيڅ ځای نه دی معلوم، خو همدغه رسنۍ او ژورنالېستان دي چې د دوی هويت يې په نړيواله کچه په ډاګه کړ او بالاخره دا دی چې نن له افغان دولت سره په نړيواله کچه د مذاکراتو په درشل کې دي.))

په سوېل ختيځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات دغې غونډې ته وويل، دوی په هيڅ قيمت سره نه دي چمتو چې د سولې په روانو خبرو کې دې د بيان پر ازادۍ معامله وشي.

هغه وايي، يوه ستره لاسته راوړنه چې په تېرو اتلسو کلونو کې افغان خبريالانو او د رسنيو کارکونکو ترلاسه کړې، د بيان ازادي او د رسنيو خپلواکي ده او چاته اجازه نه ورکوي، چې دا برخه له ستونزو سره مخ کړي.

هغه زياتوي: ((افغان حکومت او وسله وال طالبان دې د سولې په روانو خبرو اترو کې د بيان ازادي، د رسنيو خپلواکي او د خبريالانو خونديديتوب نه متضرر کوي. دا زموږ يواځينۍ غوښتنه ده. دواړه لوري دې زموږ دا پيغام واوري.))

په دغه ولايت کې د مشال راډيو خبريال نجيب الله الوخېل غونډې ته وويل، نه يواځې خبريالان او د رسنيو کارکونکي، بلکې د ټولنې هر فرد بايد د بيان د ازادۍ په برخه کې کار وکړي، ځکه د هغه په وينا چې دا يو انساني او بشري ارزښت دی.

نوموړي زياته کړه: ((د بيان ازادۍ لپاره د عالم، کارګر، دهقان، محصل، متعلم، منصبدار، غريب، د خان او ددې ټولو حقونه خوندي کيږي او که نه وي، نه د چا حق خوندي کېدلی شي، بلکې نه يې شخصي درايي خوندي کېدلی شي او نه دا ملي درايي چې د ټولو مشترګه ده.))

د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د بيان ازادۍ او د خبريالانو خونديتوب او ساتنې ته ژمن پاتې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.