ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان حکومت دې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي”

“افغان حکومت دې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي”

author avatar
13 Nov 2020 - 16:01
“افغان حکومت دې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي”
author avatar
13 Nov 2020 - 16:01

خوست ښار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د خوست يو شمېر خبريالان وايي چې افغان حکومت دې د خبريالانو د ژوند خونديتوب په برخه کې خپله بې تفاوتي پای ته ورسوي.

هغوی دا څرګندونې نن )د لړم ۲۳مه» په هغې غونډه کې وکړې چې په هلمند کې د ازادي راډيو د وژل شوي خبريال الياس داعي د غمشريکۍ په موخه جوړه شوې وه.

دوی په خپلو خبرو کې وويل، د الياس داعي په وژل کېدو سره يو ځل بيا څرګنده شوه چې په افغانستان کې لا هم د رسنيو او خبريالانو د کار لپاره خوندي ځای نه دی.

د امريکا غږ ډيوه راډيو خبريال حقمل سادات دې راټوليدنې ته په خبرو کې د الياس داعي وژل کېدل وغندل او له حکومته یې وغوښتل چې د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه زياته کړي.

ده زياته کړه: ((موږ د الياس داعي په وژل کېدو اعتراض کوو او له دې وروسته بايد په خبريالانو باندې داسې بريدونه ترسره نه شي. حکومت دې په تول هېواد کې خبريالانو پام لا ډېر کړي.))

په خوست کې د هوا په نوم د يوې ځايي راډيو خبريال فريد عتيقي بيا وويل چې ځيني استخباراتي شبکې د خبريالانو په وژل کېدو سره غواړي د ملت غږ چوپ کړي.

هغه په حکومت غږ وکړ چې د ازادی راډيو خبريال د الياس داعي وژنې عاملين دې په نښه او سزا دې ورکړي.

دی وايي: ((دولت دې هڅه وکړي چې د خبريالانو لپاره د امنيت فضا رامنځته کړي، څو خبريالان وکولای شي په ډاډه زړه سره د ملت غږ اوچت کړي او رسنيز چوپړ د خلکو لپاره برابر کړي.))

ورته مهال په سوېل ختيځ زون کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات دغې راټوليدنې ته وويل چې لا هم افغان حکومت د خبريالانو د ژوند ته پام نه دی کړی.

هغه خپلو خبرو کې زياته کړه چې حکومت بايد د الياس داعي وژنې په اړه بې تفاوته پاتې نه شي، قاتلين يې معلوم او په سخته سزا يې ورسوي.

هغه زياتوي: ((بېلابېلې خواوې دي چې د خبريالانو سره تاوتريخوالی کوی. د دوی يواځېنۍ موخه دا ده چې په افغانستان کې بيان ازادي ښه رشد کړی، دوی دې برخې ته ضرر پېښ کړي او ستونزې ورته جوړې کړي، خو په دې سره به په افغانستان کې د حق چيغه غلې نه شي.))

د خوست دغو خبريالانو دغه راز د حکومت ترڅنګ په مخالفو وسله والو ډلو هم غږ وکړ چې خبريالان دې نه په نښه کوي او د هغوی خونديتوب ته دې پام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.