منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د خوست د ګربز ولسوالۍ په وچ خوړ سيمه کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي.

هغه وايي: ((دغو بريدګرو غوښتل چې د امنيتي ځواکونو پوستې ته ځان ورسوي چې د تندر قول اردو د سرحدي لوا د څلورم کنډک د سرتېرو له خوا له منځه وړل شوي دي.))

مومند زياتوي چې د يادو بريدګرو له چاوېدونکو توکو ډک موټرسايکل هم له منځه وړل شوى دى.

دى وايي چې په ياده پېښه کې د امنيتي ځواکونو لړ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه