ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ولايتي شورا د يوه غړي ساتونکو د کرنې رياست مامورين وهلي

د خوست د ولايتي شورا د يوه غړي ساتونکو د کرنې رياست مامورين وهلي

author avatar
7 Dec 2020 - 16:58
د خوست د ولايتي شورا د يوه غړي ساتونکو د کرنې رياست مامورين وهلي
author avatar
7 Dec 2020 - 16:58

خوست ښار (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۹): د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مامورينو د رياست دروازه د اعتراض په ډول وتړله.

هغوی وايي، وروسته له هغه يې دا کار ترسره کړ، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو تن غړي قيمت خان منګل او د هغه ساتونکو د رياست دوه تنه مامورين له لفظي شخړې وروسته وهلي او ټکولي دي.

دوی وايي، د ولايتي شورا غړي قيمت خان منګل د خپلو ساتونکو په زور هڅه کوله چې د رياست په يو تن مامور غير قانوني اسناد لاسليک کړي.

هغوی زياتوي، دا چې هغه لاسليک نه کاوه، نو خپله قيمت خان او ساتونکو يې د بيدار په نوم د کرنيزو چارو يو تن مدير او د خان محمد په نوم د رياست معتمد د ټوپک په کونداغونو ووهل.

د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو مدير بيدار وايي، د ولايتي شورا غړي قيمت خان منګل غوښتل چې له رياست څخه په ناقانونه توګه د نيول شويو شنو لرګيو بار موټر اسناد وباسي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کله چې ده مخالفت څرګند کړ، نو فزيکي برخورد يې ورسره وکړ.

ده زياته کړه: ((پنځه ورځې وړاندې دوه منده ولسوالۍ کې پوليسو اووه موټره شنه لرګي نيولي وو، چې پنځه يې خالي شول او دوه يې پاتې شول، چې دا به خپله د قيمت خان منګل وي او د کوم ملګري به يې وي، خو دا څو ورځې پسې ته راته. بيا موږ ورته وويل چې لاړ شه ولايت ته چې هيئت درته وټاکي څو وګوري لرګي شنه که وچ دي، نو قيمت خان منګل په خپله مخه په پيشنهاد کې دوه د ولايتي شورا غړي او يو يې زه په کې ټاکلی يم، چې دا خپله غيرقانوني کار دی، ځکه په هيئت کې بايد د پنځو ارګانونو غړي موجود وي.))

د کرنې رياست متعمد خان محمد هم وايي چې د ولايتي شورا غړي قيمت خان منګل او د هغه ساتونکو پر سر د ټوپک پر کونډاغ وهلی او وينې کړی يې دی.

هغه له پژواک سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د دې قيضې پلټنه وکړي.

دی وايي: ((وکيل چې د باډيګارډانو پر مټ دا کارونه کوي ډېر بد کار دی او په زوره لرګي وباسي، هلته قومانداني موږ ته لرګي تسليموي او دوی يې د وسلې په زور وباسي.))

ورته مهال د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس انجينر حفيظ الله شاه نوري هم تاييدوي چې د ولايتي شورا غړي قيمت خان منګل او ساتونکو يې د رياست دوه تنه کارکونکي وهلي دي.

هغه وايي، د قانون په چوګاټ کې هيچا ته فزيکي برخورد د منلو وړ نه دی.

دى زياتوي: ((که چېرې زما په مامورينو کې ملامتي وي دلته کشفي او امنيتي ارګانونه شته، قضا او څارنوالي شته، موږ امر مستقيم لرو، امر اعطا لرو له هغوی سره بايد خبره شريکه شوې وای. له يوه مسلکي انجنير سره فزيکي برخورد او يا تهديد او تحقير دا د قانون په چوکاټ کې هيچا ته د منلو وړ نه ده.))

بلخوا د خوست د ولايتي شورا غړی قيمت خان بيا پژواک سره خبرو کې دا بيا د ځان په وړاندې يوه دسيسه بولي.

هغه وايي: ((څو ورځې وړاندې د خلکو له شکايتونو سره سم چې د کرنې له رياست يې درلودل مو مرکز ته يو تصويب وکړ، چې د هغې کاپي چا د زراعت رئيس ته ليږلې، نو ده اوس دا مسله راپورته کړه، چې دا يوه دسيسه ده.))

خو د کرنې رياست مامورين بيا د قيمت خان منګل دا خبرې نه مني.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.