ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“قطر کې د سولې مرکچي پلاوي د دمې لپاره شل ورځنی رخصت پیلوي”

“قطر کې د سولې مرکچي پلاوي د دمې لپاره شل ورځنی رخصت پیلوي”

author avatar
12 Dec 2020 - 11:45
“قطر کې د سولې مرکچي پلاوي د دمې لپاره شل ورځنی رخصت پیلوي”
author avatar
12 Dec 2020 - 11:45

کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي د درېيو اوونيو لپاره رخصت کوي.

په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لېندۍ په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې به د افغان دولت مذاکراتي ټېم د کابل پر لور وخوځېږي.

سرچينې زياته کړه، دا چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د پلاوي ډېرى غړي خپلو کورونو ته نه دي تللي، نو دواړو لورو په مذاکراتو کې د يوې وقفې پرېکړه وکړه.

په قطر کې يوې بلې ډيپلوماتيکې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې مرکچي پلاوي په دې اوونۍ کې رخصتېږي او دولتي مرکچي پلاوي غړي به په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولاړ شي.

بلخوا په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا يوې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې دواړو لورو په مذاکراتو کې د وقفې کولو په اړه سلا مشورې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو پر وقفې موافقه کړې، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.

د دې خبرو د پرانيستې په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو شل وزیرانو او نورو چارواکو ګډون کړی و.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم برخه درلوده.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه څو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

پر طرز العمل د خبرو په پيل کې ځيني اختلافات رامنځته شول چې بالاخره تېره اوونۍ دواړو لورو پر ٢١ ماده ييز طرزالعمل موافقه وکړه.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.