ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال طالبان دې په خپل مذاکراتي پلاوي کې ښځو ته ځای ورکړي”

author avatar
6 Jan 2021 - 15:27
author avatar
6 Jan 2021 - 15:27

ګردېز (پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۹): د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې په دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

په دوی کې ځينو ځوانانو هم ګډون کړی وو او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې راتلونکي سياسي ګډون ته د ژمنتيا ثابتولو لپاره دې په خپل مذاکراتي ټيم کې ښځو ته هم ونډه ورکړي.

په ياده غونډه کې د افغانستان د سولې ايتلاف مشرې ډاکټر نازدانه پکتياوال وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او قومي اقليتونو ته لازمه ونډه ورکړل شي.

پکتياوال وايي: “ښځې د يو لوی قشر استازيتوب کولای شي، ښځې ته د ښځې درد ښه ور معلوميږي، مشکلات يې ورته معلوميږي او مسايل ښه شريکېدلای شي.”

د افغان ښځو شبکې د سوېل ختيځ زون مشرې زرغونې همت له نړيوالې ټولنې، اړوندو بنستونو او اغېز لرونکو هېوادونو وغوښتل چې پر وسله والو طالبانو د اوربند او سولې لپاره لازم فشار راوړي.

مېرمن همت زياته کړه: “د جګړې ډېر زيان ښځو ته اوښتی او رسيږي؛ ځکه هر وژل کېدونکی سړی د ښځو ورور، زوی او خاوند دی. کله چې جګړه روانه وي، چاودنې کيږي، هدفي وژنې کيږي، نو دا حالت پر سوله سيوری غوړوي او خلک يې نااميده کړي دي. ”

د لوګر اوسېدونکې جميله جيلان وايي چې د وسله والو طالبانو مشرتابه او مرکچي پلاوی دې د سولې په خبرو کې سرسري چلند نه کوي او د ټولو هېوادوالو د غوښتنو په نظر کې نيولو سره دې اوربند او سوله وکړي.

مېرمن جيلان وايي: “نړيواله ټولنه په افغان سوله کې رښتينې نه ده؛ ځکه جنګ زموږ کور کې دی او دوی خپلې ګټې په کې لټوي، که دوی واقعا وغواړي طالبان ژر سولې ته اماده کولای شي. ”

د خوست ولايت د ښځو د رڼا ټولنې مشرې وزيرې سعادت پر افغان مذاکراتي پلاوي هم سخته نيوکه کوي چې په خبره يې ټولشمول او اغېزمن نه دی او له حکومت څخه په دغه برخه کې د بيا کتنې غوښتنه کوي.

سعادت زياته کړه: “د سولې په مرکچي پلاوي کې د شته څلورو ښځو ګډون سمبوليک او کليشه يي دی، په تګلاره کې پرېکړه شوې وه چې سناتورانې، وکيلانې او کليشه ښځې به ګډونوالې نه وي، دوی د ټولو ښځو له حالت او درد څخه نه دي خبرې. ”

مدني فعال حميدالله جلال وايي چې د سولې مذاکراتي پلاوي ټول غړي بايد عصري او اسلامي علميت ولري او دولت دې د سولې، جمهوريت او ارزښتونو ساتنې په اړه سيمه ييزه او نړيواله اجماع پياوړې کړي.

جلال وويل: “اوسنی افغان مذاکراتي پلاوی په هېڅ صورت مناسب نه دی او بايد بيا کتنه پرې وشي. د دوی له يوه غړي څخه پوښتنه کيږي چې تاسو څه کړي؟ هغه ان د ارزښتونو، کړنو او مثبت بدلون په اړه دفاع نه شي کولای. دا موږ ته د منلو نه دی.”

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم پژواک ته ويلي و چې طالب مشرانو ته يې مېرمنې مشورې ورکوي او په خبره يې په پلاوي کې د “پرديو” ښځو ګډون ته اړتيا نشته دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.