ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني ننګرهار ته رسېدلى

author avatar
7 Jan 2021 - 09:22
author avatar
7 Jan 2021 - 09:22

جلال اباد (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار وخته ننګرهار ولايت ته رسېدلى دى.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د مرغومي په ١٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوی چې ولسمشر د دې سفر پر مهال د ننګرهار له والي، نظامي بريدملانو او افسرانو، نظامي رهبرۍ، خلکو، قلموالو او فرهنګيانو سره جلا جلا ناستې او غونډې وکړي.

سرچينې زياته کړې، همدا راز به د ولسمشر په حضور کې د جوړو شويو ۴۵ ښوونځيو ودانۍ د اسنادو په ورکړې سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .

په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر غني به د ستروسو له نندارتون څخه هم ليدنه وکړي.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د کابينې يو شمېر وزيران،د ملي شورا يو شمېر غړي او نور چارواکي ګډون لري .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.