ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د ډېزلو بیه ۶،۵ سلنه لوړه شوې ده

په کابل ښار کې د ډېزلو بیه ۶،۵ سلنه لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ٩٩): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د تېلو بیه لوړه شوې، د اوړو او غوړو بیې لوېدلې دي، خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۳۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ١٥٨٠ نه ۱۴۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

ده وویل چې د وارداتو زیاتوالي او تقاضا کموالي له امله د اوړو او غوړیو بیې رالوېدلې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېرې اوونۍ په نسبت نن په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٠٠ افغانۍ، ۴۹ کیلويي هندۍ بوره په ٢٢٧٠ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ٣۲٠ افغانیو پلورل کېږي.

خو ده وویل چې د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه له ۳۰۰ څخه ۳۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د یادو توکو یوه پوچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ١٧٥٠ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ٢٣۵٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢۴۵٠ افغانۍ، ۱۶ لېرته مالیزیایي غوړي په ۱۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ډېزل تېلو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي معلوماتو له مخې، د اوو ورځو په پرتله نن د یوه لېتر ډېزلو بیه له ٤٣  څخه ۴۶ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو د یوه لېتر پټرولو بیه د تېرې اوونۍ په څېر ۴۰ افغانۍ ده.

د هغه په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د ډېزلو ارزښت لوړېدو او د مواصلاتي لارو بندښت له امله په کابل ښار کې د هغو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ده.

د بلوط لرګیو او ډبرو سکر بیې ټیټې شوې دي.

قدرت الله چې د کابل ښار په شهید څلورلارې ساحه کې د لرګیو پلورنځی لري، وویل چې د یو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بیه هغو ته د تقاضا کموالي له امله له ۸۰۰۰ څخه ۷۸۰۰ افغانیو او د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۶۵۰۰ نه ۵۴۰۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو خروار سره ارچه په ۸۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اوونۍ کې د سرو زرو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ٢٩٠٠ افغانۍ او یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي  سره زرو په ٣٦٠٠  افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ۷۷،۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٩ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ په ٢٠مه د یوه امریکايي ډالر پېر بیه ٧٧،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧۹ افغانۍ بدلېدې.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.