کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې يو پلاوى ايران ته تلل دی.
د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم د سلواغې په ٧مه په ټويټر کې ليکلي چې دغه پلاوى د ايران په رسمي بلنه تهران ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې پلاوى به د ايران له اړوند چاواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو، د افغانستان او سيمې پر روان سياسي او امنيتي وضعيت خبرې وکړي.
دغه پلاوى په داسې حال کې ايران ته ځي چې تېره مياشت د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له طلوع نيوز سره په يوه مرکه کې طالبان ترهګريزه ډله ګڼلې وه.
هغه زياته کړې وه چې طالبان اوس هم د ايران د ترهګريزو ډلو نوملړ کې دي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم د طالبانو پلاوي ايران ته سفرونه کړي دي، تېره مياشت د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوى پاکستان ته هم سفر کړى و.
Visits: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن