منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:18 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوله

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوى ايران ته تللی

· 1 دقیقه لوستل · 191 کتنې

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې يو پلاوى ايران ته تلل دی.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم د سلواغې په ٧مه په ټويټر کې ليکلي چې دغه پلاوى د ايران په رسمي بلنه تهران ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې پلاوى به د ايران له اړوند چاواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو، د افغانستان او سيمې پر روان سياسي او امنيتي وضعيت خبرې وکړي.

دغه پلاوى په داسې حال کې ايران ته ځي چې تېره مياشت د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له طلوع نيوز سره په يوه مرکه کې  طالبان ترهګريزه ډله ګڼلې وه.

هغه زياته کړې وه چې طالبان اوس هم د ايران د ترهګريزو ډلو نوملړ کې دي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم د طالبانو پلاوي ايران ته سفرونه کړي دي، تېره مياشت د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوى پاکستان ته هم سفر کړى و.

جاوید همیم کاکر