ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنايي تذکرو څه باندې دوه میلیونه غوښتنلیکونه طی مراحل شوي

د برېښنايي تذکرو څه باندې دوه میلیونه غوښتنلیکونه طی مراحل شوي

author avatar
26 Jan 2021 - 18:30
د برېښنايي تذکرو څه باندې دوه میلیونه غوښتنلیکونه طی مراحل شوي
author avatar
26 Jan 2021 - 18:30

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩) : د احصایې او معلوماتو ملي اداره د برېښنايي تذکرو د وېش ملي پروسې د پلي کېدو مسوولیت پر غاړه لري، وايي چې  تر دې دمه یې د تذکرو څه باندې دوه ميليونه غوښتنلیکونه طی مراحل کړي دي.

ددغې ادارې له خوا د سلواغې په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ لمريز کال تر وروستیو په کابل ښار کې د الکترونیکي تذکرو د وېش یوازې څلور څانګې فعالې او شاوخوا ۷۰ زره غوښتونکو ته یې تذکرې وېشلې وې. دغه راز، د دې تذکرو په سلګونه زره غوښتنلیکونه د نفوسو د احوال ثبتولو په پخوانۍ اداره کې انبار شوي وو.

سرچينې زياته کړې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش ملي پروسې له منلو سره په ۱۳۹۸ لمريز کال کې په ځینو ولایتونو او په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دې تذکرو څانګې رامنځته کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا اداره اوسمهال د هېواد دننه او بهر د الکترونیکي تذکرو د وېش ۷۰ څانګې لري، چې له دې ډلې ۲۱ په کابل ښار، ۶ په ایران او ۴۳ نورې د هېواد په ولایتونو کې موقعیت لري.

د احصايې ملي اداره وايي، د دې ترڅنګ، پنځه نورې څانګې په کابل او یو شمېر په ولایتونو کې نوې رامنځته شوې دي چې په نږدې راتلونکي کې به د برېښنايي تذکرو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پرانېستل شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دغه راز د ۱۳۹۸ لمريز کال په وروستیو کې د برېښنايي تذکرو سیسټم آنلاین کړ، چې له پلي کېدو سره یې د دې تذکرو د وېش بهیر کې د پام وړ چټکوالی راغی. خو، د کرونا ویروس له خپرېدو او په مرکز او ولایتونو کې د کرنتین له امله د دې څانګو په فعالیتونو او یو شمېر ولایتونو ته د هغو په پراختیا کې جدي ځنډ رامنځته شو.

سرچينې زياته کړې، پر دې سربېره، د دې ادارې له خوا په کابل، ولایتونو، ځینو ولسوالیو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۷۰ نورو څانګو پر جوړېدو هم په چټکۍ کار روان دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس احمدجاوېد رسولي هم څو ورځې مخکې په مشرانو جرګه کې یادونه کړې وه، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به شاوخوا ۵ میلیونه برېښنايي تذکرې هېوادوالو ته ووېشي.

Visits: 446

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.