کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): د ډاکټر اکبر وردګ د «فرانسوي – پښتو سیند» اثر مخکتنه کې ولسمشر غني وويل، له نېکه مرغه د پوهاند ډاکټر وردګ غوندې داسې کډوال پوهان هم لرو چې په پردېسۍ او جلاوطنۍ کې هم د پلرني هېواد لپاره علمي کار کوي.
په دې اړه د افغانستان په علومو اکاډمي کې جوړه شوې غونډه کې سلګونو د اکاډمۍ علمي غړو، پوهانو، فرهنګيانو، محصلينو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو.
دغه قاموس په فرانسه کې مېشت قاموس ليکونکي ډاکټر محمد اکبر وردګ لیکلی چې څه باندې ۶۰۰ مخونه لري او ۴۱زره لغتونه په کې راغلي او په دې وروستيو کې هملته فرانسه کې چاپ شوی دی.
د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام ولوست چې په کې راغلي وو: د تېرو څلورو لسیزو جګړو په نتیجه کې زموږ ګڼ شمېر پوهان او متخصصان اړ ایستل شول چې له وطنه ووځي او دا فرصت و نه مومي چې خپله پوهه او مهارت د هېواد د خلکو لپاره وکاروي. له نېکه مرغه موږ د پوهاند ډاکټر وردګ غوندې داسې مهاجر پوهان او دانشمندان هم لرو چې په پردېسۍ او جلاوطنۍ کې هم د پلارني هېواد لپاره کار کوي او خولې تویوي.
په پیغام کې زیاته شوې وه، د افغانستان له علومو اکاډمي مننه کوي چې د پوهاند ډاکټر وردګ د یوه مهم خدمت د معرفي کولو او قدردانۍ غونډه يې جوړه کړې ده.
د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانيستې وينا کې وویل: په پښتو ژبه کې قاموس لیکنه دوه نیم سوه کاله مخکې د تیمورشاه درانۍ په وخت کې د یوه ختیځپوه له خوا پيل شوې ده.
هغه زیاته کړه، په پښتو ژبه اوسنۍ قاموس لیکنه که له سیالو ژبو سره مقایسه کړو، نو موږ ډېر وروسته پاتې یو. په نوره نړۍ کې ډېر زیات تخصصي لیکنې شوي، اړتیا ده چې په پښتو ژبه کې هم تخصصي قاموسونه ولیکل شي.
د نوموړي په وینا، ډاکټر وردګ په قاموس لیکنه کې ډېر کار کړی او دغه قاموس یې د پښتنو لپاره د اهمیت وړ دی. د وردګ صیب هڅې ستایو، ځکه نوره نړۍ کې ځانګړې ډلې دي چې قاموس لیکنې لپاره کار کوي، خو وردګ دغه کار په يواځې ځان کړی دی.
استاد نجیب منلي د قاموسونو په هکله وویل: په عربي ژبه لومړنی قاموس یو عرب لیکلی چې په کې یې له تولیدي میتوده کار اخیستی، په اوسني وخت کې چې قاموس لیکو، نو باید د قاموس ساحه معلومه کړای شي، مخاطب معلوم شي چې چاته یې لیکو او قاموس لیکنه کې بیا کلمې په ښه بڼه تشریح شي.
ده د «فرانسوي- پښتو سيند» په برخه کې وویل: د دغه قاموس په لیکنه کې له ګڼو نورو قاموسونو څخه استفاده شوې ده او پر علمي ميتودولوژي ولاړ دی.
د هغه په خبره، ډاکټر وردګ چې کله فرانسې ته کډوال شو، نو هلته یې هم څېړنو ته دوام ورکړ او مقالې يې په معتبرو ژورنالونو کې چاپ شوې دي. نوموړی د هغه دوستانو او ملګرو وهڅاوه او غوښتنه یې ترې وکړه چې دغه قاموس ولیکي.
ورپسې د «فرانسوي- پښتو سیند» اثر لیکوال ویډیویي پیغام خپور شو.
د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازی په پښتو کې د قاموس لیکنې پر بهیر وغږید او ویې ویل: قاموس لیکنه د ژبپوهنې د یوې فرعي څانګې په توګه يو مهمه برخه ده. قاموس لیکنه په دوه ډوله ده. يو یې ژبني قاموسونه چې په هغه کې یو ژبیز، دوه ژبیز او ګڼ ژبیز دي او دوهمه یې انسایکلوپیډیا یا دایرة المعارفونه دي.
هغه زیاته کړه، قاموس لیکنه په نړۍ کې لومړی ځل په بین النهرین کې پیل شوه، خو په پښتو ژبه کې قاموس لیکنه په ۱۸مه ميلادي پېړۍ کې پیل شوې ده او لومړنی قاموس د ګولډن شټیټ له خوا ولیکل شو او ورپسې دویم قاموس په پښتو ژبه کې نواب محبت خان د ریاض المحبت په نوم لیکلی چې پښتو ګرامر هم په کې شته.
د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر له علومو اکاډمۍ څخه مننه وکړه چې دغه ډول غونډه يې جوړې کړه او ويې ويل: د اکاډمۍ کار یواځې د علم او فرهنګ تولید نه دی، بلکې د هغو پوهانو او څېړونکو ملاتړ کول او هڅول هم دي چې له هېواده بهر علمي کارونه کوي.
ده زياته کړه، له ښه مرغه نن د هغه چا په اړه غونډه جوړه شوې چې مهاجر دی او ځان يواځې احساسوي، خو په خپل وطن کې يې په اړه غونډه جوړول د هغه روحيه پياوړې کوي. هيله ده د علومو اکاډمي دغه ډول غونډو ته دوام ورکړي چې دا به د اکاډمۍ د عظمت ښکارندوی وي.
د نوموړي په وینا، د تاریخ په اوږدو کې د علم د انحصار هڅه شوې ده، خو خوشبختانه د افغانستان د علومو اکاډمۍ له نننۍ غونډې معلومیږي چې د علومو اکاډمي د علم په خپرولو کې هر وخت کوښښ کړی دی.
استاد غضنفر په قاموس ليکنه کې د ترکيبي فعلونو په اړه وړانديز وکړ چې په دې اړه ژبپوهان او قاموس ليکونکي بحث وکړي چې ايا په قاموس کې راوړل شي که نه؟
وروسته څېړنپوه عبدالقیوم مشواڼي، څېړنپوه دکتور سید محي الدین هاشمي، څېړنپوه محمد نبي صلاحي، څېړنوال سید نظيم سيدي او څېړندويې سميلۍ احمدزۍ پر ياد شوي قاموس د تحلیلي کتنې ترڅنګ د قاموسونو په هکله ګټور معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په وروستيو شېبو کې د غونډې ارزونه د پوهاند مجاور احمد زیار له خوا وشوه او په پای کې د «فرانسوي- پښتو سيند» پرانيسته وشوه.
تر هغه وروسته مېلمنو د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ له تحقیقي موزيم څخه هم ليدنه وکړه.
Views: 117
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP