جلال اباد (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي د ولايتي ادارې هغه پرېکړه چې د ښار ټولو مارکېټونو، دوکانونو، سرايونو او هوټلونو مالکان دې په خپلو کارځايونو کې امنيتي کامرې نصب کړي، په دې شرط ګټوره ګڼي چې امنيتي ادارې بايد اقدام وکړي.
دوی وايي، د ډاکتر ناکامورا قاتلينو ويډيو هم امنيتي ادارو ترلاسه کړې وه، خو هېڅ اقدام يې په اړه ونه شو او که همداسې نورې پېښې هم کېږي او د امنيتي کامرو له ثبت شوې ويډيو ګټه وانه خيستل شي، نو هېڅ ګټه يې نشته.
بلخوا دوکانداران هم د امنيتي کامرو د نصب پرېکړې اندېښمن کړي او وايي، د دې پرېکړې ژر عملي کېدو په ښار کې د کامرو نرخونه لوړ کړي او بله ستونزه دا ده چې که دوی د پېښو ويډيو امنيتي ادارو ته ورکړي، نو اندېښنې شته چې وسله والې ډلې دوی ته ګواښونه پېښ کړي.
د ننګرهار ولايتي ادارې تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې د جلال اباد ښار ټول هټۍ وال، هوټل لرونکي، کسبګر، مارکېټ لرونکي او د سرايونو څښتنان بايد په خپلو ځايونو امنيتي کمرې نصب کړي.
ولايتي ادارې دا پرېکړه جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو او امنيتي پېښو د مخنيوي په اړه کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د روانې مياشتې په ۲۰مه د والي په مشرۍ امنيتي کمېسيون پرېکړه وکړه چې په ښار کې دې خلک په خپلو شخصي ځايونو کې امنيتي کمرې نصب کړي.
هغه وويل چې د دغې پرېکړې له مخې: ((په جلال اباد ښار کې د ټولو دولتي او خصوصي ادارو، ټولو مارکېټونو، سرایونو، هټیو، روغتونونو، درملتونونو، فابریکو او نورو عمومي ځایونو مسوولین مکلف دي چې تر يوې اونۍ امنیتي کمرې نصب کړي.))
بلخوا د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، د ولايتي ادارې دا پرېکړه به هله ګټوره تمامه شي چې امنيتي او کشفي ارګانونه تر پېښې وروسته د ويډيو په تر لاسه کوولو د عاملينو په نيولو اقدام وکړي.
د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ډنډ غاړې بازار يو دوکاندار رحمت الله وايي، دوی د ولايتي ادارې پرېکړه منلې ده، خو امنيتي ادارې هم بايد تر پېښې وروسته اقدام وکړي.
هغه وويل: ((تاسو وليدل چې د ناکامورا د قاتلينو ويډيو پوليسو، امنيتي او نورو تر لاسه کړه خو څه ګټه يې ورکړه، قاتلين يې ونه نيول شول.))
په ورته وخت کې د جلال اباد ښار د کسبګرو او اصنافو خونې مشر عزيزالرحمن عرب وايي، په يوه اوونۍ کې د دې ډول پرېکړې عملي کېدو له امله به ښار کې د امنيتي کمرو نرخونه لوړ شي.
هغه وايي، ولايتي ادارې سره يې خبره کړې چې که کاروبار وړوکی وي، نو د ډېرو دوکانونو پر سر به يوه کمره داسې ځای کې ولګول شي چې ټوله ساحه ترې ښکاره کېدلی شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند وايي، همدا نن هم د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د امنيتي کمرو د نصب کمېسيون سره د ناستې پرمهال پرېکړه وکړه، که تر راتلونکې پنجشنبې پورې هر چا کمره نه وه نصب کړې، کارځای به يې تړل کېږي.
دی وايي، والي دغه راز جلال اباد ښاروالۍ ته هم سپارښتنه کړې چې د ښار مهمو واټونو کې امنيتي کمرې نصب کړي.
Views: 144
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP