Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: د سولې تازه نوښتونه بايد د دوحې مذاکرات غښتلي کړي

کابل (پژواک، ٤ ورى ١٤٠٠) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، چې د سولې نوي نوښتونه باید منسجم او متمرکز واوسي، څو د دوحې د سولې مذاکرات غښتلي کړي، نه دا چې هغه کمزوري کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د يوناما مشرې مېرمن ډيپبرا لاينز دا څرګندونې پرون شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه ناستې ته وکړې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.

هغې زياته کړه، د افغانستان خلک سوله غواړي او د هغوی وژنې، بې کوري او رنځ باید پای ته ورسیږي.

میرمن دیبرا لاینز وویل چې په دوحه کې د سولې مذاکرات ورو شوي، افغانانو او نړیوالو شریکانو یې د رښتینو پايلو د نشتوالي او په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله خپله جدي اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د هغې په وينا، یو شمېر هېوادونو د مسکو په غونډه کې مثبت رول ولوباوه او د امریکا په غوښتنه د ترکیې مذاکرات د افغانستان د سولې د پرمختګونو څخه یو بل نوښت دی.

دې زیاته کړه چې دغه نوښتونه باید منسجم او متمرکز واوسي او د دوحې د سولې مذاکرات غښتلي کړي، نه دا چې هغه کمزوري کړي.

نوموړې پر دغو مذاکراتو په ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سولې مذاکرات یو پېچلی بهیر دی او د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د هېواد د راتلونکي نظام په هکله د نظر ژور اختلاف موجود دی.

میرمن لاینز زیاته کړه چې د افغانستان د سولې د بهیر د ټینګښت لپاره باید ښکیل اړخونه ماضي ته ونه ګوري او د سولې په هر ډول موافقه کې د ټولو افغانانو نظر او اندېښنې په پام کې ونیسي، نه داچې د څو تنو برجسته اشخاصو.

هغې دغه راز په مذاکراتو او د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې وویل چې د افغانستان څه دپاسه ۴۰ فیصده وګړي په کړکېچن وضعیت کې ژوند کوي.

مېرمن لاینز وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له بشري کړکیچ سره مخامخ دي د هغوی د لا ځپل کېدو څخه د مخنیوي لپاره زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

دې زياته کړه، چې تاوتریخوالی باید په افغانستان کې راکم شي او د بشري خدمتونو د کارکوونکو لاس رسی باید ټولو ساحو ته پراخ کړای شي.

د هغې په وينا، ملګري ملتونه زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري او ټولو غیر انتفاعي سازمانونو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل کار ته دوام ورکړي او د هیڅ اړخ له لوري ونه ګواښل شي.

د يوناما مشرې وویل چې د افغانستان وضعیت پر ټولې نړۍ اغېز کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.