ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترکيه کې د افغانستان سفير: د استانبول ناسته به اوربند ته لاره هواره کړي

په ترکيه کې د افغانستان سفير: د استانبول ناسته به اوربند ته لاره هواره کړي

author avatar
26 Mar 2021 - 15:51
په ترکيه کې د افغانستان سفير: د استانبول ناسته به اوربند ته لاره هواره کړي
author avatar
26 Mar 2021 - 15:51

کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : په ترکيه کې د افغانستان سفير امين محمد رامين هيله څرګندوي چې د استانبول ناسته د افغانستان سولې پروسې ته چټکتيا ورکړي.

افغان سفير دغه څرګندونې د ترکيې دولتي اژانس ( انادولو) سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې چې نن د وري په ٦مه، خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، ترکيه دا وړتيا لري چې د افغانستان سولې پروسې ته پرمختګ ورکړي او راتلونکې مياشت د استانبول سولې ناستې پر مهال د اوربند لپاره لاره هواره شي.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې په دغه ناسته کې د طالبانو استازي، د افغان دولت او مطرح سياسيون ګډون وکړي.

رامين وايي، ده لپاره دا ډېر د وياړ ځای دی چې په ترکيه کې دافغان سفير په توګه ټاکل شوى او دلته د خپل هېواد او هېوادوالو خدمت کوي.

ده ويلي: (( ترکان او افغانان نږدې اړيکې لري، دلته هر ترکى وګړى ځان د افغانستان نږدې دوست ګڼي. ))

په سولې پروسه کې د افغان حکومت او ترکيې د رول په اړه سفير وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له پيل څخه با عزته سولې ته ژمن دى او په دې برخه کې د هر اقدام او نوښت هرکلى کوي.

د هغه په وينا، ولسمشر اشرف غني درې کاله له شرط پرته طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ، بيا يې په اختر کې اور بند اعلان کړ او وروسته يې زرګونه د طالبانو بنديان خوشې کړل.

رامين وايي چې افغان دولت د قطر د پروسې هم ملاتړ وکړ، خپل مذاکراتي ټيم يې ولېږه، خو له بده مرغه په دې وروستيو کې هغه پرمختګونه ونه شول.

په انقره کې د افغانستان سفير وايي، ترکيه دا وړتيا لري چې د افغان سولې پروسه ګړندۍ او پرمختګ ورکړي.

ده زياته کړې: (( موږ باوري يو چې د ترکيې له هلو ځلو او مرستې سره په افغانستان کې تاوتريخوالى کم او بيا يوې دوامدارې سولې ته لاره هواره شي. ))

رامين وايي چې د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ ونه شو، او اوس هيله ده چې د استانبول ناستې سره به دې پروسې ته سرعت ورکړل شي.

د هغه په وينا، د افغانستان د حکومت مشرانو له ترکيې غوښتي وو چې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان سفير وايي چې ولسمشر غني هم منلې ده چې د استانبول غونډه کې ګډون کوي، دغه راز د طالب مشرانو د ګډون هيله هم شته، د ملګرو ملتونو، او اروپايي ټولنې استازي هم ګډون کوي.

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.