کابل (پژواک، ١٠ ورى ١٤٠٠): د ملي امنيت رياست وايي چې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د القاعدي شبکې او طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وري په لسمه د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د القاعدې شبکې مهم غړى دولت بيګ مشهور په ابو محمد التاجکي او حضرت علي مشهور په حمزه د طالبانو مهم غړى وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ابو محمد د تاجکستان هېواد او حمزه مهاجر د پاکستان د وزيرستان اوسېدونکى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو دواړو کسانو د لوګر، زابل او غزني ولايتونو په يو شمېر پېچلو بريدونو کې مهمه ونډه درلوده او طالبانو ته يې د راتلوونکو بريدونو په اړه هم سلا مشورې ورکولې.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې يادو کسانو د غزني ولايت په يوه روزنيز مرکز کې طالبانو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکولې.
بل لورته القاعدې شبکې او طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن