ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ځيني ښوونځي ښايي د ښوونکو کموالي له امله وتړل شي

خوست کې ځيني ښوونځي ښايي د ښوونکو کموالي له امله وتړل شي

author avatar
31 Mar 2021 - 16:34
خوست کې ځيني ښوونځي ښايي د ښوونکو کموالي له امله وتړل شي
author avatar
31 Mar 2021 - 16:34

خوست ښار (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۰): د خوست پوهنې رياست مسوولين، د ولايتي شورا غړي او د ښوونځيو مديران وايي، که تر راتلونکو څو ورځو د ښوونکو کمښت ستونزه حل نه شي، ښايي په دغه ولایت کې يو شمېر ښوونځي وتړل شي.

هغوی چې نن (د وري ۱۱مه) په همدې اړه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل، اووه کاله کېږي چې د دغه ولايت د مرکز په ګډون د ځينو اطرافي سيمو زده کوونکي کتابونه نه لري.

د خوست پوهنې رييس نصيراحمد روښان دغه کنفرانس ته وويل چې دا مهال د دغه ولايت په دولتي ښوونځيو کې ۲۶۰زره زده کوونکو ته د ۴۵۰۰ ښوونکو له طرفه تدريس کېږي.

هغه زياته کړه، د زده کوونکو شمېر ته په کتو دوی دوه نيم زره نورو رسمي ښوونکو ته جدي اړتيا لري چې نورو کلونو کې دا تشه د قراردادي او حقه الزحمه ښوونکو په استخدام ډکېده، خو تېر او روان کال د ولسمشرۍ ماڼې او پوهنې وزارت د ګډې پرېکړې له مخې، بیا نه دي استخدام شوي.

روښان زياته کړه، که اړوند ادارې په ګډه دې مسئلې ته د حل لار پيدا نه کړي، ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې د دوی ګڼ شمېر ښوونځي وتړل شي او وبه نه شي کولی چې زده کوونکو ته د باکيفيته زده کړو هغه شرايط برابر کړي چې د نن ورځې غوښتنه ده.

ده زياته کړه: ((په تېره اوونۍ کې ولسمشر په يوه فوق العاده حکم سره يوه ولايت ته څلور زره نوي بستونه انتقال کړل. ښه به دا وای چې په عدالت سره د افغانستان ټولو ولايتونو ته او بيا هغو ولاياتو چې ډېر محروم دي، د بستونو په انتقال کې له عدالته کال اخيستل شوی وای، موږ د بل ولايت اړتياوې هم تشخيصوو، اما غوښتنه مو دا ده چې په دې ډول مواردو کې بايد د عدالت د پرنسيپ پر اساس باندې مخکې لاړ شو. خوست د افغانستان په کچه يو له هغو ولايتونو دی چې تر ټولو ډېر د ښوونکو تشکيل له کمښت سره مخ دی.))

نصيراحمد روښان همدا ډول وويل، د پوهنې وزارت هر کال له دوی سره د کتابونو ژمنه کوي، خو وايي له تېرو اوو کلونو راهيسې د دغه ولايت د ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکي کتابونه نه لري.

نوموړي زياتوي، د زده کوونکو اقتصادي کچه په هغه ځای کې نه ده چې په شخصي لګښت دې ځان ته کتابونه واخلي، نو پوهنې وزارت دې، دې ستونزې د پای ټکی کېږدي.

هغه وايي: ((زموږ غوښتنه دا ده چې د معارف کليدي، مهم او اساسي وزارت سره دې نور سياسي او سليقوي برخوردونه بس شي، په معقوله توګه دې د دغه وزارت د رهبرۍ لپاره کار وشي، که چېرته همدغه موجوده وضعيت په معارف کې موجود وي، زموږ باور دا دی چې موږ نه شو کولی باکيفيته، اغېزمنې او موثرې زده کړې چې هغه د ماشوم حق دی، هغه دوی ته ورسوو.))

د خوست ولایتي شورا يوه غړي نورشاه نوراني هم دغه خبري کنفرانس ته په خبرو کې دا ستونزه پر ځای وبلله او ويې ويل، که د ښوونکو کمښت له امله د دغه ولايت ښوونځي وتړل شي، نو مسوولیت به یې د اړوند مرکزي ادارو پر غاړه وي.

دی زياتوي: ((زه د خوست ولايتي شورا په استازيتوب پر مرکزي دولت، پر ولسمشر او اړوند ادارو باندې غږ کوم چې بې له ځنډه زموږ د خوست ولايت د ښوونځيو، د معارف ستونزه چې د ښوونکو د کمښت سره مخامخ دي، د دوه نيم زره ښوونکو ستونزه زر تر زره هواره کړي.))

د ښوونځيو مديرانو له ډلې د خوست د مرکز اړوند د ازادي مېنې د هلکانو ښوونځي مدیر محمد قاسم جان سایل ياد کنفرانس ته وويل چې د دوی زده کوونکو شمېر دوه نيم زره دی، خو ښوونکي يې يواځې څلور تنه دي.

هغه وايي: ((دا چې رسمي تشکيل نشته، نو حقه الزحمه يي ښوونکي یې هم په موږ تېر کال بند کړل او سږ کال هم نشته. که چېرې داسې ونه شي، نو زموږ مکتب به د شاګردانو په مخ تړل کېږي. نو د مرکزي حکومت، ولسمشر او همکارو موسسو څخه دا هيله کوو چې زموږ دې ستونزې ته رسيده ګي وکړي.))

د خوست پوهنې رياست د مسوولينو په وينا چې د ښوونکو او کتابونو کموالي ترڅنګ څلوېښت سلنه زده کوونکي لا هم سرپناه نه لري، د ونو تر سيورو لاندې او لمر ته زده کړې کوي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.