ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکېې غونډه په رانږدې کېدو ده خو د جمهوریت د لورې طرحې لا نه دی توحید شوي

د ترکېې غونډه په رانږدې کېدو ده خو د جمهوریت د لورې طرحې لا نه دی توحید شوي

author avatar
10 Apr 2021 - 19:56
د ترکېې غونډه په رانږدې کېدو ده خو د جمهوریت د لورې طرحې لا نه دی توحید شوي
author avatar
10 Apr 2021 - 19:56

کابل (پژواک،۲۱ وری ۱۴۰۰): د ملي پخلاینې شورا په داسې حال کې تر اوسه د «استانبول غونډې» ته د وړاندې کېدونکو طرحو توحید نه دی وروستی کړی چې د ځینو په وینا «د سیاسي نظام ډول او د اوسني حکومت برخلیک» د دغو طرحو جنجالي ټکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې که څه هم تېره اوونۍ د وړمې په پرتله افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه، خو جګړه هره ورځ نه یواځې له پوځیانو، بلکې له ملکي افغانانو هم ژوند اخلي.

ټاکل شوې افغانستان کې د سولې لپاره د ترکیې ناسته په روانه اپریل میاشت کې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو د استازو، د افغان دولتي چارواکو، د سیاسي ګوندونو او طالبانو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان تر نظارت لاندې جوړه شي.

یوې سرچینې بي بي سي ته څو ورځې مخکې ویلي و چې ترکیه، د امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې یاده لس ورځنۍ غونډه به د وري په۲۷ مه پیل شي، خو طالبانو او د افغانستان دولت وویل چې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.  نورو لوریو هم تر اوسه د غونډې د کره وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د سولې او جګړې په اړه د تېرې اوونۍ مهمې پېښې:

  • بېلابېلو بنسټونو د سولې لپاره کابو دېرش طرحې وړاندې کړې
  • د ملي پخلاینې شورا یوې کمېټې د دغو طرحو پر توحید کار وکړ
  • د ملي پخلاینې شورا رهبري کمېټه به راتلونکو ورځو کې ګډه طرحه وروستۍ کړي
  • اووه ګوندونه هڅې کوي د استانبول غونډه کې ګډ دریځ او طرحه ولري.
  • ولسمشر غني د «سولې حکومت» لرونکې طرحه وړاندې کړه، وایي، استعفا نه ورکوي، خو که مخالفین یې نه غواړي چې دی دې په راتلونکو ټاکنو کې برخه ولري نو چمتو دی چې په کې نوماند نه شي
  • اووه ګوندونه: تمه ده د استانبول ناسته د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي
  • ناټو کې د ترکيې سفير: د استانبول له ناستې بايد ډېره اوچته تمه ونه شي
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۰ سلنه کمه وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په نهو ولایتونو (کندهار، ننګرهار، فراه، بلخ، هرات، کابل، بغلان، فاریاب او اروزګان) کې د ۱۱ بریدونو په ترڅ کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.

وړمه اوونۍ د هېواد په ۱۷ ولایتونو (بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، هلمند، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، تخار، اروزګان او میدان وردګو) کې د ۲۳ بریدونو په ترڅ کې۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

له دولت او طالبانو دواړو مو په دې اړه وپوښتل خو ځواب یې ورنه کړ.

د دغو مرګ ژوبلې مسوولیت هېڅ لوري پر غاړه نه دی اخیستی.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

تېره اوونۍ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستانيو چارواکو سره تر ليدنو وروسته، د افغانستان د وروستيو نا امنيو په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل چې پاکستان او روسيې هوکړه وکړه چې د افغانستان شخړې دواړو لوريو سره د سياسي جوړ جاړي په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

د جمهوریت د لوري بېلابېلې طرحې:  

د راپورونو له مخې، د جمهوریت لوري (د افغانستان حکومت او بېلابېلو ګوندونو او بنسټونو) د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو لپاره کابو دېرش د سولې طرحې جوړې کړې او د ملي پخلاينې شورا ته یې استولې دي، خو ځینو په داسې حال کې خپلې طرحې یادې شورا ته نه دي استولي او یا یې د جوړېدو په درشل کې دي چې که د اپریل په ۱۶مه د استانبول غونډې د جوړېدو نېټه کره شي، نو دغې ناستې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د وري په ۱۹مه ويلي و چې ځانګړې کمېټې یې دوی ته د رسېدلو طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشړه کړې او پر اختلافي ټکو یې بحثونه پای ته رسېدلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمې او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی دی.

د یادې شورا یو لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي چې په دغو طرحو کې له سولې وروسته د نظام پر جوړښت، انتقالي دورې، د انتقالي دورې بدیل، د انتقالي دورې پر جوړښت او سولې ته د رسېدو په برخه کې ځیني نور مسایل په پام کې نیول شوي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې د طرحو د توحید کمېټې نن (د وري ۲۱مه) هم غونډه وکړه، د اسلامي جمهوریت د طرحې پر وروستیو جزییاتو یې خبرې وکړې او په راتلونکو ورځو کې به یې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه وروستۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې دغه بنسټ «افغانستان کې د تل  پاتې سولې» تر عنوان لاندې طرحه جوړوي او د افغانستان له خلکو او د شخړې له لوریو سره تر شریکولو وروسته یې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي.

دغه راز یو راپور ښیي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، اسلامي جنبش، اسلامي محاذ، افغان ملت او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوندونو د وري په ۱۴مه مه په یوه ګډه غونډه کې د سولې له «شته فرصت» څه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ، ویې ویل چې دوی په ترکیه کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډې لپاره د سولې یوه طرحه چمتو کړې ده.

خو د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا او د یادو اووه ګوندونو د سياسي کمېټې غړي همايون جریر نن (د وري ۲۱مه) پژواک ته وويل چې تر اوسه د یادو ګوندونو استازو پر کومې واحدې طرحې توافق نه دی کړی، خو دغه ګوندونه يو لړ تفاهمات لري او په پام کې لري چې خپل نظريات د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره شريک کړي.

د ده په وینا، حزب اسلامي د ملي پخلاينې شورا ته طرحه نه ده وړاندې کړې، خو د سولې خپله طرحه یې نورو اړینو لوریو ته لېږلې ده.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له بې پرې او داسې خلکو د غیرایتلافي انتقالي حکومت جوړښت چې په راتلونکو ټاکنو کې نه نوماند شي او نه له بل نوماند ملاتړ وکړي، د تصمیم نیونې د عالي مرجع په توګه د دولت د عالي شورا جوړښت، د ټاکنو د نوي کمېسیون جوړښت، د ولسمشرۍ، ولسوالیو، ولایتي شوراګانو او ملي شورا ټاکنې او له مخې یې د لویې جرګې جوړول د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د طرحې مهم ټکي دي. حکمتیار وایي چې دغه لویه جرګه به د اساسي قانون د تسوید او تصویب، د راتلونکي نظام د ډول او نورو مهمو مسایلو په اړه پرېکړه کوي.

جریر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي پخلاينې شورا د طرحو پر توحيد کار کوي او که دا کار وکړي تاسو د دغې شورا له خوا توحید شوې طرحه منئ؛ وويل:«زموږ نظر دا دی چې دولت بايد يوه طرحه ولري، موږ د ملي پخلاينې شورا له دولت څخه بېله نه ګڼو؛ خو که بحث دا وي چې له دې خوا ټولې خواوې له يو واحد نظر سره ترکیې ته ولاړې شې موافق يو او تيار يو چې خپل نظريات ورسره شريک کړو او دا مذاکره وکړو چې څنګه يوې واحدې طرحې ته ورسېږو.»

مهم اختلافي ټکي:

د «هشت صبح» ورځپاڼې د وري په ۱۸مه لیکلي چې د جمهوریت په لوري (حکومت او سیاسي ګوندونو) کې دوه مسایل (پر سوله تر هوکړې وروسته د سیاسي نظام ډول او د اوسني حکومت برخلیک) ډېر جنجالي دي او د طرحو په توحید کې د ځنډ لامل شوي دي. سرچینه لیکي چې د نورو مسایلو په تړاو د جمهوریت په لوري کې د بېلابېلو اړخونو(حکومت، د ملي پخلاینې ملي شورا او سیاسي ګوندونو) لیدلوري سره ډېر نږدېوالی لري.

سرچینه لیکي چې یو شمېر ګوندونه او سیاسي څېرې د اوسني متمرکز نظام پر ځای پر غیرمتمرکز نظام ټینګار کوي، خو حکومت او ځینې سیاسي ګوندونه بیا متمرکز ریاستي نظام غواړي.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې ډېر ګوندونه او سیاسي څېرې انتقالي حکومت غواړي او د ملي پخلاینې عالي شورا هم په یو ډول له همداسې یو حکومت سره موافقه لري، خو د انتقالي حکومت د جوړښت پر څرنګوالي اختلاف شتون لري.

د مشرانو جرګې ځينې غړيو ویلي وو چې که یادې طرحې توحید نه شي، نو کېدای شي هغه طرحه پر خلکو تحمیل شي چې د امریکا متحده ایالتونو جوړه کړې ده.

د دواړو لوریو په خوښه د سولې انتقالي حکومت، راتلونکو ټاکنو کې د دولت د رییس په توګه د انتقالي حکومت د مشر او مرسیالانو نه نوماند کېدل، د اسلامي فقې عالي شورا جوړښت، د سیاسي مشرتابه لپاره ټاکنې، اوربند او نور مسایل د امریکا د متحده ایالتونو په طرحه کې له شاملو موادو دي. د دغې طرحې له مخې دولتي چارې د دوو لوریو (طالبانو او اوسني حکومت) تر منځ په مساویانه ډول وېشل شوي او لږ برخه په کې د انتقالي حکومت مشر ته ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ ویلي و چې د ترکيې ناستې ته تیاری نيول شوی، خو زیاته کړې یې وه:«اوس د دې وخت نه دی چې څوک موږ ته طرحه وليکي او وايي چې دا بيانات ولولئ، هېڅوک دې دا فکر نه کوي چې د افغانستان زعامت دې استعفا ورکړي او يا دې يوې شرمېدلې معاهدې ته تن ورکړي.»

غني د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي، وایی،‌ که مخالفین یې نه غواړي چې دی دې په راتلونکو ټاکنو کې برخه ولري نو چمتو دی چې په کې نوماند نه شي، ځکه د ده په ټکو د نظام پایښت د افرادو له پایښته ډېر مهم دی.

د حکومت په طرحه کې – چې درې برخې (سیاسي هوکړه، د سولې حکومت او د سولې جوړښت، دولت جوړونه او د مارکېټ رامنځته کول) لري- هم د «سولې حکومت» یادونه هم شوې ده.

پر مطلوب حالت هوکړه، پر اوربند هوکړه او نړیوال څار، د سولې حکومت پر اصولو هوکړه، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هڅې او سیمه ییز او نړیوال تضمین او د لویې جرګې له خوا تصویب یې لومړۍ برخه ده؛ خو په دویمه برخه کې یې مطلوب حالت د سولې رسېدو پلان، د اساسي قانون حاکمیت او د پلي کېدو لپاره یې قانوني میکانیزم، د حکومت او پراختیا پروګرامونه، امنیت، اوربند، له ترهګرۍ سره مبارزه او ټاکنې شاملې دي. د دغې طرحې په درېیمه برخه کې، د اساسي قانون چوکاټ، سیاسي هوکړه، د کډوالو او بېځایه شویو بیا ادغام، امنیت، د حکومت او پراختیایي چارو لومړیتوبونه شامل دي.

د ترکیې ناسته به د افغانستان کشاله هواره کړي؟

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي، د ملي اسلامي جنبش، د ملي اسلامي محاذ، افغان ملت او د وحدت اسلامي او د افغانستان د خلکو د يووالي ګوندونو د سیاسي کمېټې استازو په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان د سولې په تړاو د ترکيې ناسته به روانه څلوېښت کلنه جګړه پاى ته ورسوي او باید څوک د شخصي ګټو لپاره د سولې پروسه ګډوډه نه کړي.

خو په ناټو سازمان کې د ترکيې سفير باسات اوزتروک (Basat Öztürk ) تېره ورځ پژواک ته وویل چې له يادې ناستې بايد ډېره اوچته تمه ونه شي.

هغه وایي:«موږ د دې ناستې کوربه يو، خو د ټولو سيمه ييزو او نړيوالو کليدي لوبغاړو همکارۍ ته اړتیا لرو؛ تر ټولو مخکې د افغانستان د مشرانو اراده ده چې بايد په افغانستان کې پر يوې سياسي هوکړې سلا شي. د ټولنې ټولو برخې په کې شريکې وګڼي تر هغه وروسته سيمه او نړۍ له دې کار څخه ملاتړ وکړي. ملي پخلاينه بايد په سيمه ييزه پخلاينه او تر هغه وروسته په نړيواله پخلاينه بدله شي چې ټول له هغه ملاتړ وکړي.»

دی د افغانستان د سولې بهیر یو ملي بهیر بولي او وایي چې هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولای «افغانستان کې زموږ پر وروڼو او خويندو» خپل سياسي ليدلوري تحميل کړي؛ ځکه چې دا د افغانستان د خلکو مسووليت دی چې د سولې په پروسه کې يو سياسي حل لارې ته ورسيږي.

د خلکو غونډې:

تېره اوونۍ کابل، بلخ، ننګرهار او پکتیکا کې د سولې په تړاو غونډې وشوې. د ښځو د مطالعاتو بنسټ کابل کې په یوه غونډه کې د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه کمرنګه وبلله، کابل ښار کې د کابل ولایت مقام له لوري د زرګونو کسانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې ټینګار وشو چې د امنیتي ځواکونو برخلیک باید د سیاسي معاملاتو لپاره د پلمې په توګه ونه کارول شي او د سولې په روان بهير کې د خلکو حقونه خوندي پاتې شي.

دغه راز بلخ کې سلګونو کسانو یوه غونډه کې پر داسې سولې ټینګار وکړ چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي، ننګرهار کې د نوي نسل او ځوانانو جرګې د يوې لويې غونډې پرمهال د سولې په خبرو کې د ځوانانو پر رول ټينګار وکړ، د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو یوه غونډه کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وښود او د يوې باعزته سولې پر راتګ يې ټينګار وکړ.

Visits: 230

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.