ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت قراردادي مامورينو ته له ۴ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

د دولت قراردادي مامورينو ته له ۴ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

author avatar
11 Apr 2021 - 17:58
د دولت قراردادي مامورينو ته له ۴ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي
author avatar
11 Apr 2021 - 17:58

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): په داسې حال کې چې روژه را ورسېده، خو دولتي قراردادي مامورين شکايت کوي چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
دوى وايي چې له دې وروسته څوک ورته قرض هم نه ورکوي او نه شي کولى چې د روژې په مبارکه مياشت کې خپلو کورنيو ته خوراکي توکي وپېري.
د احصايې رياست يوه کارکوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د ١٣٩٩ لمريز کال له مرغومي مياشتې راهيسې يې معاش نه دى اخيستى.
هغه زياته کړه: ((زه کورنۍ لرم، ناروغان لرم، څنګه وکولى شم چې له معاش پرته د هغوى درملنه او ورځني لګښتونه پوره کړم.))
د نوموړي په وينا، د دفتري کارونو لپاره یې له کابله بل ولايت ته استولى وم، هلته يې هم شخصي لګښت کړى، خو له يوې مياشتې تېرېدو سره سره يې هم تر اوسه د سفر لګښت نه دى ترلاسه کړى.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يوه کارکوونکي چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې ده هم له څلورو مياشتې راهيسې معاش نه دى اخيستى.
هغه د دې لپاره چې دنده له لاسه ور نه کړي پژواک ته د نوم نه خپرېدو په شرې وويل: ((په خداى قسم چې نن دفتر ته د تګ لپاره مې د لارې کرايه نه لرله.))
د کانونو او پټروليم وزارت يوه کارکوونکي محمد اصف زيار پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوو میاشتو او لسو ورځو راهيسې يې خپل معاش نه دی اخیستی.
ده زياته کړه، په لامل يې نپوهېږي، خو په لومړیو کې به د وزارت مالي برخې اړوندو کسانو د ۱۴۰۰ کال بودجې نه تصویب پلمه کاوه، وروسته له هغه چې بودجه تصویب شوه تر اوسه د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
ده وویل: «له دولته مو نوره توبه، دا معاشونه مو راکړي دنده پرېږدم، يو ځای به شخصي کاروبار وکړم، اوس نه پوهېږم معاشونه به کله راشي، بس نن او سبا ته په تمه يو.»
حامد فرحت د تخنیکي او مسلکي ادارې یو بل کارکوونکی هم وایي چې له دوو میاشتو راهيسې یې خپل معاش نه دی اخیستی.
پژواک اژانس په دې اړه په خپله فېسبوک پاڼه کې له خلکو نظرونه غوښتي وو چې سلګونو کسانو په دې اړه شکايتونه کړي چې معاشونه يې نه دي اخيستي.
د احسان الله قربان په نوم يو چا ليکلي چې د احصايې ملي اداره قراردادي کارکوونکو ته له څلورو او ځينو ته له پنځو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د محمد طاهر ذکي په نوم يوه بل کس ليکلي: ((موږ تېر کال پّ وږي مياشت کې د پکتيکا له پوهنتون سره د استاد په صفت قرارداد کړی، خو تر اوسه پورې معاش نه دى راکړل شوی.))
د ظهور کامه وال په نوم یوه کس ليکلي چې ننګرهار د پوهنې رياست کې ۱۹ قراردادي مامورین دي چې هر یو له لسو کلونو راهيسې په اخلاص او صداقت دندې ترسره کوي، خو څلور مياشتې کېږي معاشونه يې نه دي اخيستي.
د نوار خان احساس په نوم يوه کس ليکلي چې په خوست ولايت کې له ولسي تړون سره کار کوي، خو له څلورو مياشتو راهيسې يې معاش نه دى اخيستى.
د هغه په وينا، کله چې ولایتي دفتر ته زنګ ووهي، هغوى ورته وايي چې کارونه يې په مرکز کې ځنډول شوي دي.
دغه راز د عبدالمتين عابد په نامه يوه کس ليکلي چې د کابل ښار په يوولسمه ناحيه کې د برېښنايي تذکرې د وېش ساحوي دفتر کې دنده لري او د ده په ګډون لسګونو کارکوونکو ته له تېرو څلورو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هدايت الله لکڼوال وايي چې د خوست پوهنې رياست کې قراردادي مامور دى، خو له تېرو څلورو مياشتو يې معاش نه دى اخيستى.
خو د ماليې وزارت وياند فريد تابع وايي چې د قراردادي کارکوونکو معاشونو پروسه چې د يو څه وخت لپاره ځنډېدلې وه ، اوس دا ستونزه هواره شوې ده.
دى وايي: ((د قراردادي کسانو معاشونو په اړه ځانګړې کمېټه کار کوي او ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي او مامورين به معاشونه ترلاسه کړي.))
هغه زياته کړه، د ښوونکو په ګډون د ټيټ رتبه کارکوونکو د معاشاتو زياتوالي د اجرا کېدو په اړه هم د تخنيکي کمېټې کار دوام لري چې د منځني کال تر ارزونې پورې به دغه پروسه بشپړه کړي.

Visits: 415

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.