ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو نوې پریکړې ته درناوی لري

ولسمشر: افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو نوې پریکړې ته درناوی لري

author avatar
14 Apr 2021 - 22:25
ولسمشر: افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو نوې پریکړې ته درناوی لري
author avatar
14 Apr 2021 - 22:25

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۰) :  ولسمشر اشرف غني او د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو پر نوې مهالویش خبرې وکړي.

ولسمشر اشرف غني د وري په ۲۵مه، ماخوستن مهال پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې نن تر ماښام وروسته یې دامریکا ولسمشر جو بایډن سره ټېلیفوني خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې ، چې په دې خبرو کې یې له افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو پر نوي مهالویش چې د روان کال د ستمبر میاشتې پورې دی، بحث وکړ.

ولسمشر غني وایي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امریکا د متحده ایالاتو د دې پریکړې درناوی کوي او له امریکا سره به په ګډه د ځواکونو دوتلو پروسه به پرمخ وړي.

نوموړي ویلي : (( موږ به د خپلو دوامداره همکاریو دویم پړاو ته داخلیږو، او له امریکا او ناټو سره د سولې پروسې په اړه په ګډه کار کوو.))

د هغه په وینا، د افغانستان ملي امنیتي دفاعي ځواکونه بشپړ وړتیا لري چې د خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي او دغه کار له تیرو څو کلونو راهیسې ترسره کوي.

دامریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې (۱۶ ورځې وروسته) ووځي، خو امریکا پرون اعلان وکړ، چې ځواکونه به یې د روان کال د سپتمبر تر میاشتې ووځي.

طالبانو له دې نوي اعلان سره مخالفت ښودلی او ګواښ یې کړی چې دوی به د افغانستان په تړاو د سولې ناستو کې ګډون نه کوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.