ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د فساد له مخنيوي سره د کندهار ګمرک ورځني عواید ۷۰ ميليونه افغانیو ته لوړ شوي

والي: د فساد له مخنيوي سره د کندهار ګمرک ورځني عواید ۷۰ ميليونه افغانیو ته لوړ شوي

author avatar
3 May 2021 - 17:23
والي: د فساد له مخنيوي سره د کندهار ګمرک ورځني عواید ۷۰ ميليونه افغانیو ته لوړ شوي
author avatar
3 May 2021 - 17:23

کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۰): د کندهار والي وايي، له هغه وروسته چې د کندهار په ګمرک کې یې د فساد مخنیوی وکړ او اصلاحات یې راوستل، د دغې ادارې ورځني عواید له ۲۲ میلیونه څخه ۷۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي دي.

د کندهار والي روح الله خانزاده دا څرګندونې په مرکز کابل کې د سوداګرۍ خونې د یو شمېر چارواکو او سوداګرو د تېرې ورځې د هغو څرګندونو په ځواب کې وکړې چې ګواکې د کندهار والي په اموالو بار موټر خپل شخصي سرای ته بیايي او له څو ورځو تېرېدو وروسته یې د ۱۰۰۰ ډالرو په بدل کې خوشې کوي.

په دې خبري غونډه کې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د والي تر څنګ د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر، د تېلو او ګاز پلورونکو د ټولنو مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

خانزاده وویل، له هغه وروسته چې د کندهار د والي په توګه یې دنده پیل کړه، که څه هم نه یې غوښتل د ګمرک په چارو کې مداخله وکړي خو د دغه ولایت سوداګرو اړ کړ چې د دغې ادارې چارې وڅاري او اصلاحات راولي.

هغه زیاته کړه، څو میاشتې مخکې یې یوه شپه د کندهار د ګمرک د چارو نظارت وکړ، ګڼ شمېر د تېلو ټانکرونه او د نورو اموالو موټر یې ولیدل چې د ګمرک مامورینو د سړک پر سر معامله ورسره کوله او په دې کار کې د ګمرک پخوانی رییس جاوېد منګل ښکېل و.

دی وايي، وروسته د مالیې د وزیر خالد پاینده په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کندهار ته راغی څو دغه موضوع له نږدې وڅېړي.

د نوموړي په وینا، یوازې د یوې شپې څارنې په پایله کې یې له ۴۳ موټرو څخه ۳۷ میلیونه افغانۍ قانوني مالیه تر لاسه کړه چې د دولت ته تحویل شوې.

دی وايي، له دې موضوع وروسته د ګمرک د رییس په ګډون ۶ تنه مامورین چې په فساد کې ښکېل وو له دندې لرې شول او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول.

خانزاده وویل، دا چې په ګمرک کې د موټرونو د درېدو ځای نه و له دې وېرې چې د اسلام کلا د ګمرک په څېر غمیزه رامنځ ته نه شي، شاوخوا ۱۰۸ موټرونه په یوه خوندي سرای کې ودرول شول څو هغوی خپله مالیه تحویل کړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.