کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰): د اسیا پراختيايي بانک د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا، د کابل- پنجشیر پايپ لین او د اوبو لګولو څو نورو پروژو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې مشر خان محمد تکل د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې د اسیا پراختیايي بانک مسوولینو سره په هېواد کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق او په افغانستان کې د دغه بانک له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې پراختیايي پلانونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
سرچينه زياتوي، په دغه ناسته چې د مختلفو ادارو (د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره، روغتیا وزارت، کرنې وزارت، د کليو پراختیا وزارت، ترانسپورت وزارت) استازو ګډون درلود، په افغانستان کې د ADB له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې پلانونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
سرچينې لیکلي، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ له خوا د اسیا پراختیايي بانک مسوولینو څخه د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا، د کابل پنجشېر پايپ لین او د اوبو لګولو یو شمېر پروژو د ژر تطبیق غوښتنه وکړه، چې د اسیا پراختیايي بانک له خوا د یو شمېر شرایطو په اېښودلو سره د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې غوښتنه ومنل شوه او په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرچېنه وایي، په دغه ناسته کې یو مهم بحث دا و چې د اسیا پراختیايي بانک او د افغانستان د مالې وزارت له خوا وویل: «هر هغه اداره چې په خپلو چارو کې ښه وځلېده او کارونه یې په ښه کیفیت او په خپل وخت تر سره کړل، د نورو ادارو فنډ به هماغه ادارې ته ورکول کیږي، له نېکه مرغه چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ وکولی شول چې د تېرو پروژو په تطبیق کې بارز رول ولوبوي او پروژو په ښه کیفیت او په خپل وخت تطبیق کړي.»
د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیايي بانک(ADB . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن