ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په بدخشان او سمنګان کې د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“په بدخشان او سمنګان کې د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې”

ایبک سرپل، فیض اباد (پژواک،۱۹غویی۱۴۰۰): حکومتي سرچینې په بدخشان او سمنګان کې د دولت ۹ وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي؛ خو ځینې وایي چې په بدخشان کې وسله والو مخالفینو د پولیسو یوه پوسته نیولې ده .

دغه راز د سرپل مسوولینو د ۲۳ پسونو د غلا په تور دوه کسان نیولي او زیاتوي چې دغه غلا شوي پسونه بېرته خپل څښتن ته سپارل شوي دي.

په بدخشان کې برید

د بدخشان امنیه قوماندان صادق مرادي وویل، تېره شپه د دولت وسله والې مخالفې ډلې د دغه ولایت د ارګوی ولسوالۍ له څو استقامتونو نه د دې ولایت د فیض اباد ښار مرکز په څنډه کې د جلال اباد پر پوسته برید وکړ.

ده زیاته کړه چې په دغه برید کې د دولت پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي. ده په دغه برید کې د دولتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

خو د مدني ټولنې ځیني فعالان وایي چې یاده شوې پوسته د یوې مودې لپاره د طالبانو په لاس سقوط شوې وه.

په دغه ولایت کې د مدني ټولنې رئیس سیف الدین سایس وویل چې د جلال اباد پوسته د فیض اباد ښار ساتونکې ده او کله چې دغه پوسته د طالبانو په لاس کې وي، د فیض اباد ښار تر هدف لاندې راوستلی شي.

سمنګان

د سمنګان د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت یو وسله وال مخالف او د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی احمد خان چې پر بلال مشهور دی، تېر کال یې د بلخ درې امنیتي کسان وژلي او د هغوی له جنګي وسایلو سره له طالبانو سره یوځای شوی و، د سمنګان مرکز ایبک د چوغي کلي کې د ملي امنیت په عملیاتو کې وژل شوی او مړی یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.

سرچینې لیکلي چې د سمنګان د ملي امنیت منسوبینو په عملیاتو کې د قرای صفدر په نوم د طالبانو د تبلیغ جلب او جذب یو غړی چې د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ د شلکتو کلي اوسېدونکی دی، نیولی دی.

طالبانو تراوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي دي.

سرپل You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.