ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر څلورو زامنو بوره مور: لویه هیله مې دا ده چې جګړه ختمه شي او سوله راشي

پر څلورو زامنو بوره مور: لویه هیله مې دا ده چې جګړه ختمه شي او سوله راشي

author avatar
9 May 2021 - 08:08
پر څلورو زامنو بوره مور: لویه هیله مې دا ده چې جګړه ختمه شي او سوله راشي
author avatar
9 May 2021 - 08:08

کلات (پژواک، ۱۹ غويى ١٤٠٠): د زابل ولايت اوسېدونکې بي بي حليمه چې څلور زلمي زامن يې د پوليسو په ليکو کې په يوه بريد کې وژل شوي، وايي: “خداى دې نورې ميندې پر خپلو زامنو نه ژړوي، خدای دې د خير سوله راولي.”

زابل یو له هغو ولایتونو دی چې په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان تر نورو ولایتونو مخکې په کې طالبانو د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه پیل کړه چې لا اوس هم په پوره شدت روانه ده او هره ورځ په کې د دواړو لورو جنګیالیو ترڅنګ ملکي وګړي هم وژل کېږي او ټپي کېږي.

د غیر رسمي احصایې پر بنسټ، داسې اټکلونه شته چې په ټول زابل کې به داسې کورنۍ پاتې نه وي چې له روانې جګړې خوندي وي او کوم لري يا نږدې خپلوان یې په کې ژوند نه وي بایللی، خو د دغو قربانیانو په منځ کې د ځینو کیسې خورا دردوونکې دي.

بي بي حلیمه يوه داسې مور ده چې خپل څلور زلمي زامن يې په يوه شپه په جګړه کې له لاسه ورکړي او دا مهال د کلات ښار د هزارې سيمې په يو کرايي کور کې له خپلو کونډو او لمسيانو سره سختې شپې ورځې تېروي.

که څه هم هغې ته خپل عمر نه دی معلوم، خو زهيرې او مايوسې څېرې ته په کتو یې اټکل کېږي چې د ژوند شپږمه لسيزه يې پای ته رسېدونکې وي يا به يې له وړاندې اوومه لسيزه پيل کړې وي.

دغې سپين سرې مور پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل: “موږ غریبان وو، خاوند مې پخوا مړ شوی و، په يواځې ځان مې خپل اولادونه راغټ کړل، کله چې ځوانان شول، د پوليسو په ليکو کې ودرېدل، څو د کور لپاره يوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.”

هغې په ژړغوني غږ زياته کړه: “څلور کاله مخکې د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل کندهار پر لويه لاره په امنيتي پوسته کې مې څلور زامن له دوو نورو پوليسو سره يو ځای د طالبانو د يوه نفوذي کس له خوا ووژل شول.”

بي بي حليمې ته په يوه ورځ د څلورو زلمي زامنو جنازې کور ته ور وړل شوې او د عمرونو هيلې يې په يوه ورځ کې خاورې شوې.

دې زياته کړه: “د خپلو شهيد شوو زامنو مخونه مې ځکه نه وليدل چې په مرمیو ډېر زیات ویشتل شوي وو او د کتلو نه وو.”

د هغې په وينا، دا مهال د څلورو کونډو نګندو او ۱۵ يتيمو لمسيانو سرپرستي کوي او وايي چې په کور کې يې هېڅ نارینه نشته چې ان له بازاره ورته سودا واخلي.

دا زياتوي: “زه د خپلو لمسيانو د ارامولو لپاره هغوی ته ډول ډول خبرې کوم، کله ورته وایم چې پلار جان مو په سفر تللی، بېرته به راشي، کله ورته وایم چې الله تعالی به تاسې راته لوی کړي او بيا به مو ژوند دغسي سخت نه وي، خو د اخترونو شپې ورځې ډېرې سخته وي؛ کله چې مې لمسيان د ګاونډ ماشومان له خپلو پلرونو سره ویني، بيا راځي ژاړي او راته وايي چې زما پلار چا مړ کړ؟ هغه مو چېرته خښ کړ؟ زه ورته هېڅ ځواب نه لرم.”

دغه بې سرپرسته کورنۍ چې هېڅ د ګټې وټې څوک نه لري، دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو ځورېږي او ان کله نا کله خو اړ کېږي چې بل ته د مرستې لاس اوږد کړي.

بې بې حلیمه چې د خپل دويم زوی دوه یتیمان يې په غېږ کې ناست وو، وايي، ګاونډیان او خپلوان ورسره کله کله مرسته کوي، خو کور يې غټ دی، لګښتونه زيات دي او که يوه برخه اړتیاوې يې پوره شي، نورې برخې همداسې پاتې وي.

نوموړې پژواک ته وویل چې زامن یې ژوندي وو او کور ته یې ګټه راوړه، د عزت ژوند یې درلود او دوی به له نورو سره مرسته کوله.

بي بي حليمه وايي، بدمرغې جګړې په يوه شېبه کورنۍ ورته ميراته کړه او د دې د ژوند ټولې خوښۍ یې ورڅخه واخیستې.

هغې زياته کړه، اوس يې تر ټولو لويه هيله دا ده چې روانه جګړه ختمه شي او په هېواد کې سوله راشي، څو نورې میندې د دې په څېر غمجنې نه شي.

دې پر جنګي لورو غږ وکړ چې نور دې پر خپلو میندو او ماشومانو رحم وکړي، له جنګه دې لاس واخلي او په پردۍ جګړه کې دې خپل ولس نه تباه کوي.

بې بې حلیمه وايي: “خدای دې په افغانستان کې سوله راولي، که سوله را نه شي، نور څوک زموږ وطن نه را جوړوي، خداى دې نورې ميندې پر خپلو زامنو نه ژړوي، خدای دې د خیر سوله راولي.”

د بي بي حلیمې کیسه د هغو زرګونو ميندو د ژوند يوه بېلګه ده چې خپل زامن يې په افغان امنیتي ځواکونو یا وسله والو طالبانو کې له لاسه ورکړي او اوس د نامعلوم برخلیک په تمه شپې ورځې تېروي.

سره له دې چې داسې غمجنې پېښې په هر ښار او کلي کې شته خو لا هم جګړه په پوره زور روانه ده او هره ورځ د دغسې بدمرغیو شمېر زیاتېږي.

بي بي حلیمه وايي: “که جګړه همداسې روانه وي، هره مور به د خپل زوی پر مرګ وژاړي خو خدای دې وکړي چې نور دا اور مړ شي.”

Visits: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.