ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو سیاستوالو له خوا له ولسمشر غني د استعفا غوښتلو خبر ناسم دی

د ځینو سیاستوالو له خوا له ولسمشر غني د استعفا غوښتلو خبر ناسم دی

author avatar
16 May 2021 - 18:26
د ځینو سیاستوالو له خوا له ولسمشر غني د استعفا غوښتلو خبر ناسم دی
author avatar
16 May 2021 - 18:26

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): ځینو رسنیو خبر خپور کړی چې د هېواد د مهمو ګوندونو مشرانو او سیاستوالو په یو لیک کې له ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کړې، خو اړوندو سياسي ګوندونو دغه خبر په کلکو ټکو رد کړ.

ادعا: یو شمېر سیاستوالو په یو لیک کې له ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کړې ده.

په کابل کې یو رسنیز ګروپ نن یو خبر خپور کړ چې ګواکې د افغانستان پخواني ولسمشر ته نږدې سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سیاف، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند مهمو غړو محمد یونس قانوني او محمد اسماعیل خان، د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د جنبش ګوند بنسټ اېښودونکي مارشال عبدالرشید دوستم، د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، د دولت د مرکچي پلاوو غړو فاطمې ګیلاني او فوزیې کوفي او ګڼو نورو سیاستوالو په یو لیک کې له ولسمشر محمد اشرف غني د استعفا غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې له ولسمشر محمد اشرف غني دا غوښتنه د سولې ټینګېدو او په هېواد کې د وینې او جګړې درېدو په موخه شوې او دا غوښتنه څو ورخې مخکې د ولسمشر غني، حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار په کتنه کې هم مطرح شوې ده.

دغه خبر ځینو نورو سرچینو هم خپور کړی دی.

حقیقت موندنه:

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود د یاد خبر په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: “قطعاً حقیقت نه لري، قطعاً قطعاً.”

د حامد کرزي د دفتر پخواني ريیس کریم خرم هم د یاد خبر په اړه وویل: “کاملاً ناسم دی.”

دغه راز د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مخکښ غړي همایون جریر هم پژواک ته وویل: “موږ له داسې کوم لیکه نه یو خبر او نه هم حکمتیار صېب داسې کوم لیک لاسلیک کړی.”

یاد خبر مو د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر سره هم شریک کړ، خو تر اوسه یې په اړه ځواب نه دی ویلی. دغه خبر څو ساعته وروسته یاد رسنیز ګروپ خپله بیرته د خپلې ویبپاڼې لری کړ.

پایله: ځینو سرچینو خبر خپور کړ چې د یو شمېر مهمو ګوندونو مشرانو او سیاستوالو په یو لیک کې له ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کړې، خو اړوندو سرچینو دغه خبر په کلکه رد کړ.

پرېکړه: د یو شمېر سیاستوالو له خوا له ولسمشر غني د استعفا غوښتلو خبر ناسم دی.

Visits: 939

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.