میمنه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په فاریاب ولایت کې سلګونه لاریون کوونکو د دغه ولایت لپاره د نوي والي د ټاکلو پر ضد د لاریونونو په اتمه ورځ له فاریابه د دغه والي د وتلو غوښتنه وکړه.
یو شمېر لاریون کوونکو چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لوا مخې ته راټول شوي وو، په داسې حال کې چې ځانونه یې په سپینو ټوټو پوښلي وو، د «لغمانی له لوا بهر کړئ، لغمانیه له فاریابه لاړ شه، موږ تا نه غواړو، مرګ پر معامله کوونکو» شعارونه ورکول، د لاریون پر مهال یې د لوا موقعیت ته هجوم راووړ، تر ۵۰ مترۍ یې ورسېدل خو د لاریون مشران په ډېره سختۍ سره وتوانېدل چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي څو له سرتېرو سره ښکېل نه شي.
په نننۍ لاریون کې د مارشال عبدالرشید دوستم پر پلویانو سربېره د اسلامي جمعیت ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت استازو او د ښځو په ګډون د بېلابېلو طبقو خلکو ګډون درلود.
له لاریون وروسته ځینو کسانو وویل، اته ورځې کېږي چې د اوړي په ګرمه هوا کې د والي پر ضد واټونو ته راوتلي، خو ولسمشر او نږدې کسان یې غږ نه اوري. څو چې لغمانی له میمنې لاړ نه شي او پر ځای یې د فاریاب تحصیل کړی کس ونه ټاکل شي، دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.
د جنبش ځوانان مرستیال اسدالله رییس د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ته ګواښ وکړ چې که تر سبا یې والي له دفتره بهر نه کړي، د لوا د قوماندان پر ضد به هم لاریون وکړي.
د جنبش ګوند غړي حکیم ترک اوغلي له حکومته وغوښتل چې امنیتي ځواکونه په سیاسي مسایلو کې ښکېل او له خلکو سره مواجه نه کړي.
هغه وویل، حکومت باید د یوه کس په خاطر د ملت پر وړاندې ونه درېږي، باید ژر تر ژره داوود لغمانی له لوا بهر او کابل ته انتقال کړي.
یوه کس چې ځان یې د محمد محقق په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند استازی معرفي کړ، وویل، د وحدت او جنبش ګوندونو مشرانو له پخوا ښې اړیکې درلودې، له دې امله اهل هزاره او اهل شعیه به د اوزبک قوم او لاریون کوونکو ترڅنګ ولاړ وي.
لاریون کوونکو دغه راز ټینګار وکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي او د فاریاب یو تحصیل کړی کس د والي په توګه ونه ټاکل شي، دوی به لاریونونو او اعتراضونو ته دوام ورکړي، ان که څو میاشتې دوام هم ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په ۳۱مه د فاریاب د والي په توګه د محمد داوود لغماني له ټاکل کېدو وروسته مارشال عبدالرشید دوستم غبرګون وښود او پلویانو ته یې وویل چې د فاریاب د والي ټاکل کېدو په برخه کې له نوموړي سره مشوره نه ده شوې، د دې بې عدالتۍ پر وړاندې باید ودرېږي.
کابو څلور اوونۍ کېږي چې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د فاریاب د والي په توګه د داوود لغماني د ټاکلو له امله لاریونونه روان دي. شپږ ورځې مخکې د جنبش ګوند پلویانو د ولایت دروازه تړلې او د ولایت مخې ته یې خېمه درولې، په ورته وخت کې دوی تېره شپه هم د میمنې په ښار کې لاریون او اعتراض وکړ.
لغمانی د غويي په ۲۷مه په میمنې ښار کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې معرفي او دنده یې پیل کړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن