میمنه (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دولت اباد ولسوالۍ د بیا سقوط له امله د کومانډو او ځانګړې قطعې تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، په وژل شوو کې د ملي دفاع وزارت د مخکني ویاند جنرال ظاهر عظیمي زوی ډګرمن سهرات عظیمي هم شامل دی.
هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو شاه تګ کړی او یاده ولسوالي بېرته طالبانو نیولې ده.
په هغه تصویر کې چې پژوک ترلاسه کړی، لیدل کېږي چې د دولت اباد ولسوالۍ د ممیزو منډوي بازار کې ۱۷ امنیتي سرتېري کلابند شوي او وروسته د وسله والو مخالفینو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.
دغه راز درې نور جسدونه د دوو ټانکونو ترڅنګ سوځېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ سقوط وکړ او تر ۲۰ ډېر سرتېري په کې ووژل شول، ټپیان شول او ځيني طالبانو ژوندي ونیول او د هغوی د ډي سي توپ په ګډون وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلل.
تېره شپه دولتي سرتېرو د ځمکې او هوا له لارې د یادې ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې ونیو، خو شپږ ساعته وروسته بېرته د طالبانو له خوا سقوط شو.