ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار ځینو برخو او ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د شپې له خوا فعالیت نه کوي

د خوست ښار ځینو برخو او ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د شپې له خوا فعالیت نه کوي

author avatar
27 Jun 2021 - 17:40
د خوست ښار ځینو برخو او ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د شپې له خوا فعالیت نه کوي
author avatar
27 Jun 2021 - 17:40

خوست ښار (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰): خلک وايي، له تېرو څو ورځو راهيسي د خوست مرکز په ځينو سيمو او ولسواليو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکو فعاليت بند کړی او دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د معلوماتو له مخې، وړاندې له دې هم دغه ستونزه وه، خو د خلکو په وينا چې له تېرو څو ورځو راهيسې لا پسې ډېره شوې او د ولسواليو ترڅنګ د مرکز په ځينو سيمو کې هم د شپې پرمهال مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي کبیرخان پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی په سیمه کې له تېرو څلورو پنځو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول مخابراتي شبکې د مازدیګر له خوا کار نه کوي.

هغه وايي: ((له مازیګر وروسته ام ټي ان، افغان بېسیم او نورې شبکې دلته یا خو کار نه کوي او که یې کوي نو بیخي کمزورې وي. زموږ غوښتنه دا ده چې که دا کار د جګړې ښکېلو اړخونو د ګواښونو له کبله وي او یا د مخابراتي شبکو خپلې تخنیکي ستونزې وي، هیله ده حل شي او یا دې شبکې ولس ته خپل خدمات په ښه معیار وړاندې کړي.))

د عامو خلکو ترڅنګ دولتي مامورین او د نورو غير دولتي ادارو کارکوونکي هم له دې ستونزې سر ټکوي. يو تن دولتي مامور او د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی خلیل جان ګربزوال وایي، نږدې شپږ ورځې کیږي چې د دوی په ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي او د هغوی د کار په وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

ده زياته کړه: ((بار بار به کوشش کوې چې اړیکه ټینګه کړې، خو کار نه کوي او انټرنیټي خدمات خو بیخي کمزوري دي. هغه څوک چې دولتي مامورین دي او یا کاروبارونه لري له ډېر کړاو سره مخ دي.))

په ورته مهال د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس انجينر محمدعارف احمدزي هم له پژواک اژانس سره خبرو کې ومنله، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي، خو زياتوي، چې دغه ستونزه يې د مخابراتي شبکو له ځايي مسوولينو سره شريکه کړې ده.

نوموړی زياتوي: (( په خوست کې په بعضو ساحو کې د شپې له خوا ام ټي ان قطع کیږي، موږ ورسره اندېښنه شریکه کړې، خو هغوی وایي چې دا زموږ صلاحیت نه دی او له مرکز څخه کنټرولیږي. موږ خپل راپور اترا ادارې ته هم لېږلی او نن مو بیا هم د مخابراتي شبکو ځایي مسوولین راغوښتي او په دې تړاو ورسره ناسته لرو.))

اخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي ادارې «اترا» ویاند سعید شینواری وایي، چې په خوست کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د امنيتي ګواښونو له امله مخابراتي شبکو د شپې له مخې خپل فعاليتونه کم کړي دي.

هغه پژواک ته وویل، اترا اداره هڅه کوي چې د مخابراتي شبکو پر وړاندې شته ستونزه ختمه او د هغوی خدمات عادي حالت ته راوګرځي.

شینواری زياتوي: ((موږ په دې تړاو باندې اقدام کوو چې څنګه کولی شو چې دغه ستونزې د مخابراتي شبکو پر وړاندې ختمې شي او ميکانيزم رامنځته شي چې مخابراتي شبکو ته د ۲۴ ساعته فعاليت زمينه ايجاد شي.))

د شینواري په وينا، تېرو څلورو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۵۱ مخابراتي ټاورونه د وسله والو له طرفه سوځول شوي او يا په نسبي ډول تخريب شوي دي.

هغه زياتوي، دوی په دې تړاو اقدامات کوي څو مخابراتي زېربناوې خوندي شي او خلکو ته د پراخ پوښښ زمينه برابره شي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 720

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.