ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمین زاده: له سولې وروسته ښایي په افغانستان کې سلګونه ميلیارده ډالر پانګونه وشي

کمین زاده: له سولې وروسته ښایي په افغانستان کې سلګونه ميلیارده ډالر پانګونه وشي

author avatar
6 Jul 2021 - 08:53
کمین زاده: له سولې وروسته ښایي په افغانستان کې سلګونه ميلیارده ډالر پانګونه وشي
author avatar
6 Jul 2021 - 08:53

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د ​​افغانستان د صنعتکارانو او کانونو خونې رییس په هېواد کې د سولې په راتلو سره د سلګونه ميلیارده ډالرو پانګونې خبره کوي، وايي چې له دې پانګونې سره به د بېکارۍ ستونزه ورو ورو پای ته ورسېږي.

د دې خونې رییس شېرباز کمین زاده دغه راز وویل چې په هېواد کې شته امکاناتو ته په کتو، د سولې له ټينګښت وروسته د دولت بودجه د پانګوالو د صنعتي او استخراجي فعالیتونو له لارې تمویلېدای شي.

ویجاړوونکې جګړه د پراخې بېوزلۍ او بېکارۍ لامل شوې ده:

په افغانستان کې له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده؛ دغې جګړې د ميلیونونو خلکو د ژوند پر اخیستو سربېره د هېواد اقتصاد هم اغېزمن کړی او د احصایې او معلوماتو ادارې معلوماتو له مخې، په دغه جګړه ځپلي هېواد کې دا مهال ۴۷ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۸،۵ سلنه نور له بېکارۍ کړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه ویلي وو چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک له دوو ډالرو ورځني عاید سره د بېوزلي تر کرښه لاندې ژوند کوي. دغه راز تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د یوه خپور شوي راپور له مخې، د کارګرو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې ۱۸ میليونه خلک بېکاره دي.

سولې او پرمختګ ته هیلې:

د سولې بین الافغاني خبرې تېر کال د وږي په میاشت کې په دوحه کې د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته پیل شوې؛ خو د شاوخوا اتو میاشتو په تېرېدو یوازې د خبرو پر اجنډا موافقه شوې او له هغه وروسته تقریباً له بن بست سره مخ دي.

خو د سولې او د دې خبرو د دوام لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې دوام لري او تمه یې ښودلې چې د جګړې له پای ته رسېدو سره به افغانستان د سولې او امنیت په سیوري کې د ځان بسیاینې پر لور حرکت وکړي او یو وخت به د دغه هېواد خلک سوکاله ژوند ته لاسرسی ومومي.

شېرباز کمین زاده، صنعتکار او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس، یو له هغو کسانو دی چې دا ډول هیله لري.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په هېواد کې د سولې له راتلو سره پر افغان پانګوالو سربېره، لسګونه بهرني پانګه وال، لکه چینایان، عرب او نور په بېلابېلو سکټورونو، په ځانګړي ډول د صنعت او کانونو استخراج برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

کمین زاده چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په لومړي ځل یې په ۱۳۷۲ کال کې په هېواد کې د چاپ په برخه کې کار پیل کړی، د هېواد د وضعیت په اړه وايي: “موږ یوازې سوله نه لرو له هغې پرته په افغاستان کې ډېر فرصتونه لرو.”

هغه زیاته کړه: “د پانګونې ډېری زمینه په هغو ځایونو کې برابرېږي چې ننګونې وي، د افغانستان ښه والی دا دی چې یو پانګوال کولای شي په لږه پانګه په یوه برخه کې پانګونه وکړي؛ ځکه په افغانستان کې خورا ډېر خام توکي شتون لري او  افغانستان د پانګونې له نظره ډېر ښه ځای دی.”

هغه زیاته کړه چې د کانونو را ایستل، د کرنې ميکانیزه کول او د اوبو مهارول او مدیریت به افغانستان اقتصادي ځان بسياینې ته ورسوي. دا کارونه هغه مهال په سم ډول ترسره کېدای شي چې د جګړې ځای سوله ونیسي.

کمین زاده وویل: “د ګاونډیو هېوادونو او سیمې پراختیا د افغانستان په اقتصادي ودې پورې تړلې ده؛ ځکه افغانستان د انرژۍ بډایه سرچینې او بېلابېل کانونه لري چې په هېواد کې د سولې په راتلو او جغرافیایي موقعیت ته په کتو به افغانستان د سیمه ییز تحرک لامل شي او سوېلي اسیا به له مرکزي اسیا سره ونښلوي او د سیمې هر هېواد به له دغه فرصته ګټه واخلي.”

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس په دې اړه چې ځیني پانګوال د ناامنیو له امله خپلې سرمایې له افغانستانه وباسي، وویل: “صنعتي پانګه د لېږد وړ نه ده، موږ صنعت کاران یو، فابریکې شا ته نه شو اړولی چې بهر ته یې یوسو، فابریکې د حلالې روزۍ ځای دی، فابریکه ملي سرمایه ده، د یوه هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې رول لري او په ټولو هېوادونو کې صنعتکاران هڅول کېږي چې په ښه او بده ورځ له خلکو سره وي.”

کمین زاده ادعا کوي چې افغانستان اوس د چاپ، بسته بندۍ، ترانسفرمرونو جوړولو او A4 کاغذ د تولید په برخو کې پر ځان بسياینې ته رسېدلی دی.

هغه وویل چې ممکن نغدې پیسې د امنیتي ستونزو له امله نورو هېوادونو ته انتقال شوې وي، خو دا امکان لري چې په هېواد کې د امنیت په تامین سره نه یوازې بهرنیو هېوادونو ته د نغدو سرمایو مخه ونیول شي، بلکې هغه سرمایې چې نورو هېوادونو ته انتقال شوې، بېرته هېواد ته را ولېږدول شي.

د هغه په باور، له ځینو سرمایه لرونکو سره د صنعتي فکر نشتوالی او امنیتي ننګونو له امله په افغانستان کې ډېری پانګوالو د سوداګرۍ په اړه فکر کاوه، “خو اوس ورو ورو هغه انګېزه چې افغانستان پر صنعتي هېواد نه شي بدلېدای، له منځه تللې ده.”

د هغه په ​​وینا، دا مهال په هېواد کې تر ۵۰۰۰ ډېرې فابریکې فعالیت کوي چې تر ۳۰۰زرو ډېر خلک په کې کې په کار بوخت دي.

هغه وویل: “په هېواد کې د دوامداره سولې له تامینېدو او کان کیندنو او نورو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په جذب سره به هيڅ افغان بېکاره پاتې نه شي او په مختلفو برخو کې به د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره پر ځان بسیا شو.”

کمین زاده وویل: “یو عالم کورني او بهرني پانګوال د سولې ټینګېدو ته په تمه دي، څو په افغانستان، په ځانګړې توګه د صنعت او کانونو استخراج په برخو کې پانګونه وکړي، زه هم هوډ لرم چې د کانونو ايستلو په برخه کې پانګونه وکړم، همدا اوس چنایان او عرب پانګونې ته چمتو دي او هر مهال پوښتنه کوي چې څه وکړي، … که سوله راشي او د انرژۍ کمښت ستونزه حل او قوانین اسانه شي، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې هيڅ افغان به بېکاره پاتې نه شي.”

خو هغه یادونه وکړه چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به ټولې ستونزې حل نه شي، لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا ده څو په هېواد کې د کانونو استخراج پیل شي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ مِلیارده ډالر په صنعتي برخه کې پانګونه شوې او د سولې ټنګېدو په صورت کې پتېیل کېږي چې په دې برخه کې سلګونه ميلیارده ډالر نوره پانګونه هم وشي؛ ځکه چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره ده.»

کمین زاده له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې د سولې لپاره هڅه وکړي. د هغه په ​​وینا، په هېواد کې موجودو امکاناتو ته په کتو، کېدای له سولې وروسته د دولت بودجه د پانګوالو صنعتي او کان کیندنې فعالیتونو له لارې تمویل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د افغانستان د دولت نږدې نیمایي بودجه له بهرنیو مرستو تمویلېږي.

کمین زاده حکومت او طالبانو ته په خطاب کې وویل: “د بهرنيو هېوادونو ارادې هم موږ ته څرګندې شوې، د خدای، وطن او هېواد د ماشومانو په لحاظ، راویښ شئ او د دې هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړئ څو هېڅ افغان د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.”

هغه وایي: “موږ په هېواد کې سوله غواړو چې هر څوک، توکم او مذهب په کې خوندي وي، هر څوک وکولای شي په ازاده توګه د افغانستان هر ځای ته لاړ شي، داسې سوله غواړو چې څوک زموږ د ملکیت، اولادونو او ناموس په اړه بد فکر ونه لري.”

 

 

Visits: 241

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.