ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داوودزي غبرګون پاروونکی غږیز کلیپ تحریف شوی

د داوودزي غبرګون پاروونکی غږیز کلیپ تحریف شوی

author avatar
11 Jul 2021 - 18:33
د داوودزي غبرګون پاروونکی غږیز کلیپ تحریف شوی
author avatar
11 Jul 2021 - 18:33

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د محمد عمر داوودزي غږیز کليپ په خپرولو سره «هغه په شمال کې پر قومي توطیه» تورن کړی؛ خو اصلي غږ ښیي چې د «نظام په ملاتړ» د هغه کړې خبرې حذف شوې دي.

ادعا:

له څو ورځو راهیسې د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر د ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي یو غږیز کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې د ځینو کسانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د داوودزي په خپاره شوي غږیز کلیپ کې یوه کس ته په خطاب کې چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، ویل شوي: “په رښتیا چې په شمال کې وضعیت ښه نه دی، هر څه چې کولای شئ، لږ تر لږه قیصاري ته باید ووایئ چې هلته لاړ نه شي، هغه باید ځان لرې وساتي … دوستم یو ساعت نشه وي او … بیا یو څه امتیاز او یو شی غواړي. فایق هم مشرانو جرګې ته نه دی معرفي شوی. ښایي … دا خبره جوړه شوې وای؛ خو که دوی قیصاري منعه کړي؛ ځکه د دوی غړی دی.”

دا غږ له یوې میاشتې مخکې ثبت شوی؛ ځکه نقیب الله فایق چې مخکې یې د فاریاب د والي په توګه کار کاوه، د روان کال د غویي میاشتې په ۱۸مه نېټه د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه وټاکل شو او د جون په ۳۰مه د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین په توګه وګومارل شو.

د مارشال عبدالرشید دوستم پخوانی استازی په فاریاب ولایت کې د عامه پاڅونوالو په چارو کې د ملي جنبش ګوند بنسټ اېښودونکی نظام الدین قیصاري، د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ میاشت کې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې له امنیتي ځواکونو سره له جګړې وروسته ونیول شو؛ خو د هماغه کال په مرغومي میاشت کې له بنده خوشی شو.

قیصاري پر دې تورن و چې په میمنه ښار کې یې په یوه امنیتي غونډه کې لوړپوړو نظامي چارواکو ته سپکاوی او د وژلو ګواښ کړی و. دغه راز د خلکو ځورول پر هغه یو بل تور دی.

د داوودزي د خپاره شوي غږیز کلیپ په تړاو غبرګونونه:

قیصاري د عمر داوودزي څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه ويډیو کې ویلي: “داوودزی صاحب په ښکاره وايي چې قیصاري فاریاب ته لاړ نه شي، که فاریاب ته لاړې، زما پروګرام له منځه ځي، د پاکستان پروګرام خرابېږي، د «ای اېس ای» برنامه خرابېږي، دوی پیسې اخیستې، دوی پر خلکو معامله کړې، که معامله نه وي، ټول قومونه حق لري چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي. زه له هيچا نه وېرېږم. له څلورو کلونو راهیسې زما پر وړاندې معامله روانه ده.”

هغه زیاته کړې: “دا د داوودزي څرګندونې نه دي، دا د پاکستان د ای اېس ای خبرې دي، څلور کاله کېږي چې پاکستان زما پر ضد توطیه کوي، زما کور یې بمبار کړ، زه څه وم؟ زه قاتل وم؟ زه څه کاره وم…؟ هر څوک چې پاکستان ته تللي وو، ټولو له ای اېس ای سره معامله وکړه. زه په دې فکر کې وم چې دلته ټول یو ملت دی، خو ټول داسې نه دي، هر قوم یو بل ته سپکاوی کوي. که قوم بازي نه وي، یوه قطعه راکړئ چې شمال کنټرول کړم، که ونه توانېدم نو ووایئ چې تاخو غوره وکړه،.  خلک او رسنۍ دې ووایي چې دا دی قیصاري تا لافې دې ووهلې. که څوک طالبان ونه وژني، طالبان نه ځپل کېږي.”

اصف اشنا د داوودزي څرګندونو ته په اشاره پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “ارګ باید روښانه کړي، د عمر داوودزي غږیز کلیپ خورا جدي او ټکان ورکوونکی مسایل لري. هغه څه چې ښاغلي داوودزي مقابل لوري ته ــ چې له شک پرته د هېواد په سیاسي چارو کې یو له پرېکړه کوونکو دی؛ مشورې ورکوي، د هېواد په شمال کې د قومي جګړې لپاره ښکاره مهندسي روانه ده. د یاد غږیز کلیپ له خپرېدو ۲۴ ساعته ډېر تېرېږي، ټاکل شوې وه چې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه وضاحت ورکړي. خو داسې ښکاري چې ارګ په “بې شرمه چوپتیا” سره غواړي چې دغه ټکان ورکوونکې مسئله د خلکو په ذهنونو کې سړه کړي.”

حقیقت موندنه:

یو بل غږیز کلیپ چې پژواک ته رسېدلی، ښیې چې په خپاره شوي غږ کې له نظام څخه د ملاتړ په اړه د داوودزي د پیل او پای او هغه څرګندونې چې د یاد کليپ د ثبت وخت ښیي، حذف شوې دي.

داوودزی په اصلي کليپ کې وایي: “هیله لرم چې د اختر ورځې مو پخیر تېرې شوې وي. انشاءالله چې ژر به سره ووینو، موږ هم یو نظر لرو چې زه به بیا له نږدې درسره مشوره او خبرې وکړم، نادم صاحب ته زما سلام ووایاست، په حقیقت کې دا خلک د نظام ملاتړي دي، په رښتیا چې د شمال وضعیت ښه نه دی. هر څه چې کولای شي، لږ تر لږه قیصار ته ووایئ چې هلته نه ځي، ځان لرې وساتي … دوستم یو ساعت نشه دی او … بیا یو امتیاز او یو شی غواړي. فایق هم مشرانو جرګې ته نه دی معرفي شوی. ښایي … دا خبره جوړه شوې وای؛ خو که دوی قیصاري منعه کړي؛ ځکه د دوی غړی دی که څه شی ونه شي، د درېیمې کرښې ټولو غړو ته باید وویل شي چې اوس د دې وخت دی چې د نظام د ملاتړ لپاره ودریږي.”

پژواک دا موضوع د محمد عمر داوودزي له دفتر سره شريکه کړه. دغه دفتر وویل چې په دې اړه وضاحب ورکوي؛ خو تراوسه یې دا کار نه دی کړی.

خو د دغه غږیز کلیپ له خپرېدو وروسته محمد عمر داوودزي یاد غږ ته له اشارې پرته لیکلي: “له بده مرغه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې وروستیو اونیو کې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ولسوالۍ د دښمن له خوا نیول شوې دي. دې مسئلې د ملت اندېښنې راپارولې او د ولسوالیو دغه سقوط یوازې د هېواد په شمال پورې اړوند دی، بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم وضعیت ګډوډ دی چې په بادغیس، پکتیا، لغمان او نورو ولایتونو کې د ځینو برخو د سقوط ناوړه خبرونه ورکړل شوي دي.”

هغه زیاتوي: “په پای کې د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ په کې د مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون، په هېواد کې د ټولو سیاسي مشرانو او مشهورو شخصیتونو هڅې ستایم.”

د هغه په ​​وینا، د افغانستان دولت د ولس له رښتیني ملاتړه برخمن دی او د ولسوالیو د سقوط د لامل په اړه لازمه څېړنه کوي.

د سرې کرښې ملي خوځښت، تېره ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د داوودزي د غږیز کلیپ په اړه په خپله فېسبوک پاڼه یو یاداشت خپور کړی دی.

“حکومتي چارواکي د خپلو موقفونو ساتلو لپاره غواړي له هرې ممکنې لارې کار واخلي چې د داوودزي هڅه هم په دې تړاو وه او د هغه حق ګڼل کېږي؛ خو د دولت د سیاست په ګډوډ بازار کې که هره ډله امتیاز واخلي، د دوی د سلیقې پر اساس، خبرونه او نظرونه خپروي.”

سرچینه زیاتوي: “اصلي ټکی دا دی چې د جګړې دواړه لوري د خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي او د وطن له ځوانانو  سپر جوړوي؛ په داسې حال کې چې د درېیمې کرښې ملي غورځنګ، د دې خلاف د جګړې سوداګر له منځه یوسي، پر سوله ټینګار کوي او داوودزی د دوی داخلي او بهرنيو استخباراتو له لارې د دوی له وړتیا خبر دی؛ پر دې اساس یې له غورځنګ څخه غوښتنه وکړه چې د داوود لغماني په نوم د یوې غیر معقول ګومارنې له امله د وضعیت په کنټرول کې د فاریاب له والي سره مرسته وکړي؛ ځکه چې دوستم قیصاري ته لارښوونه کړې وه چې ګډوډي رامنځته کړي.. غورځنګ هم په دې اړه قیصاري ته مشوره ورکړه چې یو بې طرفه دریځ غوره کړي چې همداسې یې وکړل.”

محمد داوود لغماني د روان کال د وري میاشتې په ۳۱مه د نقیب الله فایق پر ځای د فاریاب د والي په توګه معرفي شو؛ خو دغه اقدام د مارشال دوستم او د هغه د ملاتړو له مخالفت سره مخ شو او په پای کې داوود لغماني د غبرګولي په ۸مه د غزني د والي په توګه وټاکل شو.

درېیمې کرښې څرګنده کړې چې د پیغام متن ته په پام او د داوودزي له لوري د تېر اختر مبارکي، د دې پېښې وخت روښانه کوي او د طالبانو د جګړو د شدت او ولسوالیو په نیولو کې د پرمختګ په اړه له هيڅ بحث سره ورته نه دی.

سرچینې لیکلي: “دا چې سیاسي ډلې له هغو بېلابېل توپیرونه کوي او یا د پیغامونو په پرې کولو او له ګڼې ګوڼې په ډک سیاسي بازار کې له ځو ډوله مونتاژونو سره لاندې باندې کوي، په واقعیت کې حرکت د دغه پیغام بشپړ خپرولو ته مجبوروي.”

پایله: د داوودزي غږیز کليپ د هېواد په شمال کې د وضعیت په اړه خپور شوی؛ خو د هغه بشپړې څرګندونې ښیې چې له «نظام څخه د ملاتړ» په تړاو د هغه د څرګندونو برخې حذف شوې او د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د داوودزي څرګندونې «په شمال کې یوه قومي توطیه» بللې ده؛ خو سرچینې وايي چې دا څرګندونې په شمال کې د وروستي وضعیت له خرابېدو سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې موخه د فاریاب د والي په توګه د داوود لغماني د ټاکل کېدو له امله د رامنځته شوې ستونزې پر مهال د وضعیت کنټرول دی.

پرېکړه: د داوودزي غبرګون پاروونکی غږیز کليپ تحریف شوی دی.

Visits: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.