ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پښتین: په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي

پښتین: په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي

author avatar
27 Jul 2021 - 22:09
پښتین: په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي
author avatar
27 Jul 2021 - 22:09

کابل ( پژواک ۵ زمری ۱۴۰۰) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایی چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه سترې ولسي غونډه کې وکړ ې د سویلي وزیرستان کمین سیمه کې د افغان سولې په ملاتړ جوړه شوې وه.

د دغې غونډې عکسونه ه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي او ښکاري چې زرګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه. د پي ټي ام مشرانو د پاکستان په رسنیو انتقاد کړی چې د دوی د غونډې په اړه یې راپورونه نه دي ‌خپاره کړي.

د غورڅنګ  مشر منظور احمد پښتین د پاکستان حکومت تورن کړ چې د ډیورېنډ کرښې په هاغې غاړې کې د پښتنو «خاوره د افغانستان په ضد» استعمالوي.

پښتین په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د غونډې له ګډونوالو مننه کړې ده او لیکلي یې دي: «د نن غونډې پيغام ډېر واضح و چې موږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو. د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه، او مونږ نن ډېر واضح وويل چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمه) تباهۍ او بربادۍ راوړي.»

هغه زیاته کړې  چې پښتون ژغورنې غورځنګ به چاته اجازه ورنه کړي چې د «پښتونخوا خاوره د افغانستان» په ضد استعمال کړي.

د پاکستان د سنا یو پخواني غړي او د سیاسي‌ چارو کارپوه افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ د نننۍ غونډې په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي‌: «… په غونډې کې د پاکستان له لوري د افغانستان په ضد د نا اعلان شوي جګړې مخالفت وشو چې ولسي خلک وژني. دا له افغانانو، سولې او جمهوریت سره یو پیوستون و…»

تر دې دمه د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې غونډې او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني‌ چارواکي تل دا خبره کوي ‌چې هغوی په افغانستان کې «امن او سوله» غواړي او د دې کار لپاره هلې ځلې کوي.

Views: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.