ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مشره : د طالبانو پر مشرانو بندیزونه دې دسولې مذاکراتو پرمختګ سره مشروط شي

author avatar
6 Aug 2021 - 22:56
author avatar
6 Aug 2021 - 22:56

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز وايي چې دطالبانو پر مشرانو بندیزونه دې د سولې په مذاکراتو کې په رښتیني پرمختګ پورې مشروط شي.

نوموړې دا څرګندونې نن د زمري په ۱۵مه، د ملګرو ملتونو دامنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان په غوښتنه د جوړه شوې وه.

د یوناما مشرې دغه راز له هغو هېوادونو څخه،‌ چې طالب مشران ورته سفرونه کوي، وغوښتل چې په «عمومي اوربند» او «مذاکراتو» باندې ټېنګار وکړي.

د هغې په وینا، افغانستان د یوې «فاجعې» په لوري روان دی.

د یوناما مشرې وویل : «موږ نن فرصت لرو. کړکیچن وضعیت ته د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د امنیت شورا، سسیمه ایزې او نړیوالې ټولنې د تهعد فرصت؛ وضعیت به داسې جدي وي چې شاید ډېر کم او یا په یوې پېړۍ کې یې هېڅ مثال نه وي لیدل شوی.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وویل چې د دغه کړکیچ پایلې به د افغانستان له سرحدونو څخه هم د باندې ولیدل شي.

د یوناما مشرې له طالبانو وغوښتل چې په لویو ښارونو بریدونه ژر تر ژره بند کړي.

هغې وویل: «د امنیت شورا باید واضح بیانیه خپره کړي چې په ښارونو باندې دې بریدونه ژر بند شي.»

مېرمن لاینز وویل داسې تمه کېدله چې د امریکا-طالبانو د دوحې له تړون وروسته به تاوتریخوالی کم شي، خو په وینا یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا بریدونه او ولسي تلفات ۵۰ فیصده نور هم زیات شول.

دا مهال د سولې په مذاکراتو کې د خبرو لپاره د طالبانو په مشرانو باندې د سفرونو بندیز په پام کې نه نیول کیږي او د دغې ډلې مشران ازادانه سفرونه او تګ راتګ کولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د طالبانو یوه غوښتنه له تور لست څخه د هغوی د مشرانو د نومونو لېرې کول دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره اوونۍ وویل چې طالبان غواړي مشران یې ازاد سفرونه وکړای شي او بندیزونه دې پرې لېرې شي.

هغه وویل «که طالبان په زوره د هېواد د نیولو هڅه وکړي او د (سپین بولدلګ) په څېر قساوت وکړي، دا یو کار هم ممکن نه دی.»

Views: 1303

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.