Pajhwok Afghan News

د مزار شریف په دوه ورځنۍ جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي

مزارشريف ( پژواک، ۱۹زمری ۱۴۰۰) : په بلخ کې چارواکي تاييدوي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو جګړه کې دوه ملکي کسان وژل شوي، ۴۸ ټپيان دي او لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځايه شوې دي.

په مزارشريف کې د ابو علي سينا حوزوي روغتون سرپرست ډاکټر غوث الدين انوري د زمري په ۱۹مه، پژواک ته وويل چې له پرون شپې راهيسې چې جګړه پيل شوې دغه روغتون ته ۲۲ ملکي وګړي په ټپي حالت کې راوړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ په دغه روغتون کې د ټپيانو درملنه روانه ده.

په ورته مهال د بلخ والي فرهاد عظيمي تاييد کړه چې نن د بلخ ولسوالۍ په ثمرقنديانو سيمه کې پر طالبانو د هوايي بريد په ترڅ کې دوه ملکي کسان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

عظيمي زياته کړه چې امنيتي ځواکونه ډېری وخت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه په ورو شکل عمليات کوي.

د بلخ والي مزارشريف کې يوه خبري کنفرانس ته وویل چې په مزار ښار کې یې د طالبانو د يوه لوی بريد مخه نيولې ده.

هغه تاييدوي چې تېره ورځ د جګړې له امله د څو ساعتونو لپاره د امنيتي ځواکونو دفاعي ليکه ماته شوه؛ خو په وینا يې چې بېرته بيا دوی ژر لاس په کار شول او طالبان يې په شا وتمبول.

عظيمي زياتوي چې اوس مهال د مزارښار لوېديځ لور ته په دهدادي ولسوالۍ کې د کود او برق څلور لارې، خاصه پز، توخته، امام بکري او په نهر شاهي ولسوالۍ کې لنګرخانه سيمې د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.

د بلخ والي هيله مندي وښوده چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان په ټاکل کېدو سره به د بلخ او شمال زون په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون راشي.

فرهاد عظيمي زياته کړه چې بلخ کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ د عطامحمد نور په مشرۍ د يو شمېر سياسي ګوندونو پلويان هم له مزارشريف ښار څخه پر دفاع بوخت دي.

د عظيمي په خبره، د بلخ په دوه ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۱۰۰ طالبان وژل شوي او ۱۵۰ تنه ټپيان دي.

خو طالبان بيا په يادو جګړو کې د خپل مخکې تګ خبره کوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د مزارښار لوېديځ لور ته د کود او برق څلور لارې په ګډون ۱۹ قرارګاوې او پوستې تر خپل تصرف لاندې راوستې دي.

هغه زياتوي چې په دغه جګړه کې يې ۳۱ دولتي عسکر وژلي دي.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ظريف پژواک ته وويل چې په تېرو دوه ورځو کې د جګړې له سيمو لسګونه کورنۍ وتلي او مزارښار کې ځای پر ځای شوې دي.

هغه زياته کړه چې ملکي وګړو ته د تلفاتو اوښتو ترڅنګ پراخ مالي زيانونه هم رسېدلي دي.

په ورته مهال مزارښار کې له تېرو دوه ورځو راهيسې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې او يو شمېر خلک له ښار څخه وتلي دي.

د مزار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې په تېرو دوه ورځو کې د جګړو له امله د ښار يو شمېر لوی مارکېټونه تړلي وو.

نوموړی وايي، يو شمېر هغه کسان چې پيسې يې درلودې له ښار څخه وتلي او امن ځايونو ته تللي دي.

د هغه په وينا، که وضعيت همدا ډول دوام وکړي نو په مزارښار کې به د خلکو اقتصادي وضعيت نور هم له جدي ګواښ سره مخ شي.

Views: 266

Exit mobile version