ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکومت تر کنټرول لاندې د بدخشان وروستۍ ولسوالۍ هم طالبانو ونیوه

د حکومت تر کنټرول لاندې د بدخشان وروستۍ ولسوالۍ هم طالبانو ونیوه

author avatar
14 Aug 2021 - 15:38
د حکومت تر کنټرول لاندې د بدخشان وروستۍ ولسوالۍ هم طالبانو ونیوه
author avatar
14 Aug 2021 - 15:38

فیض اباد ښار (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۰): د طالبانو له لوري د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ له نیولو سره، د دغه ولایت ټول واک د طالبانو لاس ته ورغی.

د بدخشان ولایتي شورا غړي جاوېد مجیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او ویې نیوه.

نوموړي وویل چې د ولسي پاڅونوالو قوماندان حاجي ملک او کسان یې له طالبانو سره یوځای شوي او دولتي ځواکونو د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ ته شاتګ کړی دی.

یادې سرچینې زیاته کړه چې طالبانو د کران او منجان ولسوالۍ په نیولو سره د لارجود ډبرو کان واک هم په لاس کې اخیستی دی.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې پراخ عملیات ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړه چې اوس امنیتي ځواکونه د پنجشېر پریان ولسوالۍ ته تللي دي.

کران او منجان د بدخشان وروستۍ ولسوالۍ وه چې طالبانو نیولې ده.

دا مهال د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار په ګډون د دغه ولایت ټولې (۲۷) ولسوالۍ د طالبانو له خوا اداره کېږي.

طالب وسله والو څلور شپې مخکې فیض اباد ښار سقوط کړ.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.